لس ټوکه کتابونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړل شول

د هېواد يو ليکوال لس ټوکه کتابونه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينۍ ساپۍ ته ورکړل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغه کتابونه (د نړۍ پوځي تاريخ ته لنډه کتنه) ترعنوان لاندې د مارشال محمد قسيم  فهيم د پوځي اکاډمۍ استاد پوهيالي محمد اوليا سليمي، د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستۍ ته ورکړل.
سليمي وويل: په دغه کتاب کې له تاريخ څخه مخکې د بشري ټولنو تاريخ تر معاصرې دورې پورې ټول مسايل او پېښې چې په نړۍ کې رامنځته شوې، په ځانګړې توګه پوځي، سياسي او ټکنالوجيکي مسايل راغبرګ شوي دي.
هغه وويل چې دغه اثر په ٥٧٥ مخونو کې ليکل شوى دى او لس ټوکه يې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنک وزارت ته ورکړل شول.
حسينې ساپۍ له سليمي څخه د دغه کتاب د ليکلو له امله مننه وکړه او د بېلابېلو فرهنکي برخو په تېره بيا د ليکوالۍ په برخه کې يې د ځوانانو هلې ځلې يو ارزښتناک او کټورګام وباله.
پاى \ذ