د هوټلونو تصدۍ د ١٣٩٨کال مالي پلان تصويب شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د هوټلونو                  تصدۍ د عالي شورا غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې: په غونډه کې چې د ماليې او اقتصاد وزارتونو استازو په کې ګډون لاره؛ لومړى د هوټلونو تصدۍ لوى رييس ذبيح الله احسان د دې تصدۍ د ١٣٩٨کال د مالي پلان په باب معلومات ورکړل.
دغه راز د هوټلونو تصدۍ عالي شورا، د دولتي هوټلونو د تصدۍ رياست د ١٣٩٨ کال مالي پلان له هر اړخيزې څېړنې او غور وروسته، په اصل کې تاييد کړ او پرېکړه وشوه چې تخنيکي مسايل يې د ماليې وزارت په همغږۍ په يوه اوونۍ کې وروستي او بشپړ شي.
په غونډه کې دغه راز د سپين غر هوټل د شاوخوا دېوال د بيا رغاونې او په پغمان هوټل کې د پسرلني رستورات او د هغه په انګړکې د کورنيو لپاره د څپرو ( سايه بانونو) د جوړولو او د دغه رستورات د پراختيا لپاره د  بودجې په اړه هم خبرې وشوې او د شورا د صلاحيتونو مطابق لازمې پرېکړې وشوې.
حسينې ساپۍ د هوټلونو تصدۍ د عالي شورا د کاري چارو پر ګړندي کولو او د اړوندو بنستونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ.
پاى \ذ