حسينه ساپۍ : دواتونو په نومولو کې بايد دښارونو تاريخ او هويت په پام کې ونيول شي

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن دواټونو دنومولو کميسيون غوڼده وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې دواټونو دنومولودلسو مواردو په باب چې دهېواد دمرکز او ولايتونو ديوشمېر بنسټونو استولي دواټونو دنومولو  کميسيون ته رسيدلي دي پرې خبرې اترې وشوې .
دغه راز په دې غونډه کې دکميسيون غړو هر موارد وڅيړل او لازمې پريکړې يې وکړې .
په دې غونډه کې حسينه ساپۍ  ټينګار وکړ چې دواټونو په نومولو کې بايد دښارونو هويت اوتاريخ په پام کې ونيول شي چې راتلونکو نسلونو ته يو لارښود وي .
دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې د کميسيون دکاري بهير  دګړندي کولو  په خاطر دفوق العاده غونډو په خاطر  هم ټينګار وکړ .
ختم_ شکريه _ اکرم