حسينه ساپۍ: د بشري سرچینو د معلوماتو مديريت په سيستم کې د دولتي مامورينو د ثبت بهير، د شفافيت او حساب ورکولو په بسياينه کې ښه اقدام دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسينه ساپۍ او د دغه وزارت د مشرتابه غړي (بايومتريک) شول او د بشري سرچینو د معلوماتو مديريت په سيستم کې شامل شول.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: په دغو مراسموکې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينان او د بشري سرچینو رييس هم حاضر وو؛ د ملکي خدمتونو لوى رييس احمد مسعود توخي، د بشري سرچینو د معلوماتو مديريت سيستم (اچ. آر.ام. آى.اس) په باب څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په دغه سيستم کې د تشکيل او د ګوتې د نښې (بايومتريک) په ګډون د ملکي خدمتونو د مامورينو معلومات ثبتيږي.
هغه زياته کړه چې دغه سيستم د هېواد د ملکي خدمتونو او عامه ادارې د عمومي اړتيا پربنسټ جوړ شوى او د افغانستان دولت مشرتابه تاييد کړى دى. دغه راز د کابينې د پرېکړې له مخې، په يو کال کې بايد د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د ملکي خدمتونو ټول مامورين په دغه سيستم کې شامل شي.
هغه زياته کړه چې دغه سيستم، د دولتي بنسټونو تشکيل او د کارکوونکو شمېر له ټولو اړوندو معلوماتو سره مشخصوي او که چېرې په بنسټونوکې خيالي کارکوونکي شتون ولري؛ هغوی هم مشخص کېږي.
هغه دغه راز د ملکي خدمتونو د لوى رياست له موظفينو سره د ګوتې د نښې بهير      په ګړندي کولوکې د دولتي بنسټونو او وزارتونو همکاري مهمه وبلله.
دغه راز د ملکي خدمتونو د لوى رياست د بشري سرچینو د معلوماتو د مديريت سيستم رييسې زرغونې اسلمي څرګنده کړه چې تر اوسه په کابل، ننګرهار، لغمان او  کونړکې د ملکي خدمتونو څه ناڅه ۷۰ زره مامورين او ښوونکي په دغه سيستم کې ثبت شوي دي.
هغې زياته کړه: ټاکل شوې ده په ټول هېواد کې د ملکي خدمتونو ۴۵۰ زره  کارکوونکي په دغه سيستم کې شامل شي.
حسينې ساپۍ د بشري سرچینو د معلوماتو مديريت په سيستم کې د ملکي خدمتونو د مامورينو د ګوتې د نښې (بايومتريک) د ثبت بهير يو ښه اقدام وباله او ويې ويل چې دغه بهير په دولتي بنسټونوکې د شفافيت د تامينولو او حساب ورکولو په لاره کې ارزښتناک او ګټور ګام دى او په ادارو کې د فساد کچه هم ټيټوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل چې د هېواد په ولايتونوکې د نورو مامورينوترمنځ متخصصې او تجربه لرونکې ښځې هم شته او هيله يې څرګنده کړه چې په دغه سيستم کې ښځو ته هم شاخصونه په پام کې ونيول شي چې د تخصص او تجربې له مخې هغوى هم په کار وګومارلې شي.
د دغو مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته او د دغه وزارت د مشرتابه غړي د بشري سرچینو د معلوماتو مديريت په سيستم کې شامل شول.
پاى \ ج \ ذ