حسينه ساپۍ ځوانانو ته په خطاب کې: تعصب ما ته د منلو وړ نه دى، تاسو په سلوکې سل زما ملاتړ له ځان سره لرئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو د ځوانانو آمرانو ته په خطاب کې وويل: تاسې زما په سلو کې ملاتړ له ځان سره لرئ.
د ولايتونو د ځوانانو آمرين د خپل يو کلن کاري رپوټونو د وړاندې کولو په موخه کابل ته راغلي دي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د ولايتونو د ځوانانو د آمرينو په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړه شوه؛ حسينې ساپۍ  زياته کړه: ستاسو ځوانانو په څېرو کې د افغانستان راتلونکی وينم او د هغو شخصي او رسمي صلاحيتونو له په پام کې نيولو سره چې لرم يې؛ له تاسو سره مرسته کوم.
هغې وويل: تاسې په خپلو پښو ودريږئ او زه سل په سلوکې ستاسو ملاتړ کوم.
هغې زياته کړه: زه ستاسو ستونزې درک کوم او د هغو په لرې کولو کې به اقدام وشي.
هغې دځوانانو په اړه د نظام تګلارې ته په اشارې سره زياته کړه چې د هېواد په تاريخ کې ځوانانو او ښځو ته دومره پاملرنه نه وه شوې چې نن ورته کېږي.
حسینې ساپۍ وويل: ما ته تعصب د منلو وړ نه دى او تعصب نه منم.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو ټينګار وکړ او د ځوانانو له آمرانو څخه يې وغوښتل چې په واکمن ډول کار وکړي،  ستونزې او چلنجونه په ګوته کړي چې د حل لارې يې ولټول شي.
هغې د ځوانانو چارو له معين څخه وغوښتل چې يوه نظارتي کمېټه جوړه کړي چې د ځوانانو د آمرينو کارونه وڅاري.
دې وويل: په سفرونو او بورسونوکې د شفافيت له په پام کې نيولو سره دې د مرکز، ولايتونو او ولسواليو ځوانانو ته ونډه ورکړې شي.
هغې په ټينګار سره وويل: په هغو ملي او نړيوالو سيمينارونوکې چې وزارت یې جوړوي؛ بايد د ځوانانو استازي را وبلل شي .
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور خبرې وکړې او ويې ويل چې ځوانان د هېواد اصلي قشر دى، بايد هغوى ته جدي پاملرنه وشي.
هغه وويل: د ځوانانو چارو معينيت تر اوسه د ځوانانو هيلې نه دې پوره کړې، زياتې هڅې شوې دي، خو ستونزې نه دي لرې شوې. هغه ستونزو ته په اشارې څرګنده کړه چې دغه ستونزې د ځوانانو د نه ودې سبب شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ځوانانو د بدلون لپاره زيات فرصتونه شته او بايد له هغو څخه استفاده وشي او د ځوانانو د بدلون په خاطر د ځوانانو له ملي پاليسۍ څخه استفاده وشي  او له دې لارې ځوانانو ته هيله رامنځته شي او پر هغو پروګرامونو کار وشي چې د ځوانانو په حالت کې بدلون رامنځته کولای شي. 
په غونډه کې د تخار او قندهار ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو د ځوانانو آمرانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او خپلې ستونزې، چلنجونه او وړانديزونه يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريک کړل.
  ختم_ ج _ اکرم