١٠٤تاريخي اثار له بهر څخه هېواد ته راګرځول شوي دي

په وروستيو  دوو کلونوکې دهېواد  ١٠٤ تاريخي اثار له جاپان او انګلستان څخه دهېواد ملي موزيم ته راوړل شوې دي .
دملي موزيم رييس محمدفهيم رحيمي دباختراژانس افتخاري خبريالې يلدا احمدي ته وويل: دغه اثار دهېواد دملي موزيم او دجاپان او انګلستان دملي موزيمونو ترمنځ دهوکړې له مخې هېواد ته راوړل شوي دي .
هغه زياته کړه چې،  ١٠٢ قلمه اثار له جاپان څخه راوړل شوي دي چې په بودايي  فرهنګ پورې اړوند  دي او دوه ښيښه يي ګلدانونه ، دفيل له عاج  څخه جوړ شوي اثار  ، سکې ، ډبرينې مجسمې او ديوالي انځورونه شته چې دباميانو له سمڅو څخه ترلاسه شوي دي او دغه راز دوه نور اثار له انګلستان څخه راګرځول شوي دي چې دسپينو زرو  يوه لوښه چې په سروزرو رنګ شوى دى او په برونزو دورې پورې مربوط دى او ٥٠٠٠ کاله  لرغونتيا لري اوبل اثر هم دبرونزو يوه لوښه ده چې د صفويانو په دورې او داوولسمې ميلادي  پيړۍ پورې مربوطه ده .
  دغه تاريخي اثار په تېرو کورنيو جګړو کې  دهېواد له موزيم  څخه غلا کړى شوي او له هېواد څخه بهر ته لېږدول شوي و و.
رحيمي وويل: دهېواد نهه قلمه اثار چې په بودايي  دورې پورې مربوط دي، په انګلستان کې ضبط شوي دي چې تر راتلونکو څو مياشتو پورې به افغاني لوري ته وسپارل شي  او دغه رازدغزنويانو په دورې پورې  اړوند دهېواد يو شمېر نور تاريخي اثار دالمان دهامبورګ په موزيم کې  موجود دي او الماني لوري دافغانستان ملي موزيم ته د هغو په سپارلو علاقمندي لري .
هغه وويل چې، دافغانستان په ملي موزيم کې د ډبرو له دورو  څخه تراوسنۍ  پيړۍ  پورې   ٥٠ زره قلمي تاريخي اثارموجود دي . دغه اثار دزړې ډبرې ، منځنۍ ډبرې ، نوې ډبرې  ، مسو ، اوسپنې ، برونزو ،  هخامنشيان ، يونان باختر  ، ساکانو ، کوشانيانو ، پهلو هانو ، ستر کوشانيانو ، ساساني کوشان ، يفتليان ، دنيزک دکورنۍ، ترکي شاهانو ، کابل شاهانو او په همدې ترتيب  اسلامي دورې چې دطاهري ،  صفاري ، سامانيانو ،غزنويانو، غوريانو ، تيموريانو ، صفويانو تر معاصرې دورې پورې چې اوسنۍ پيړۍ  هم پکې شامله ده، ددغو دورو اثار شته .
هغه زياته کړه چې ملي موزيم ،دنندارې  اته سالونونه لري چې دايتنو ګرافۍ داثارو دنندارې سالون ، داسلامي دورې دنندارې سالون، له جاپان څخه دراګرځول شويو اثارو دنندارې سالون، دباختر دهزار شهر اثارو دنندارې سالون،دبودايي ميراثونو داثارو دنندارې سالون،دمسکوکودنندارې  سالون ، دعينکو دمسوکان داثارو دنندارې سالون اودعکاسۍ دنندارې سالون چې دافغانستان تاريخ او فرهنګ په دېرشو اثارو کې بيانوي ، شامل دي.
هغه وويل  چې، په منځني ډول هره ورځ له  ٢٠٠  څخه تر ٣٠٠ پورې  کسان ملي موزيم ګوري  چې، زياتره يې محصلان او زده کوونکي دي او په انفرادي ډول هېوادوال اوبهرني سيلانيان ملي موزيم ګوري .
رحيمي څرګنده کړه چې دموزيمونو لپاره دلس کلنې  ستراتيژۍ  دبرابرولوپه لټه  کې دي  او د دې ستراتيژۍ  له مخې په پام کې ده چې دهېواد په ولايتونوکې هم دموزيمونو لپاره ودانۍ جوړې شي  چې هرات ، قندهار ، بلخ ، ننګرهار ، پکتيا او باميان په لومړيتوب کې دي او په پام کې ده چې په روان کال کې دخوست دملي موزيم لپاره ودانۍ جوړه شي چې دجوړولو کار به يې تر راتلونکو څو مياشتو پورې پيل شي .
هغه وويل چې، ملي موزيم په غير رسمي ډول په ١٩١٩ ميلادي کال  کې جوړ شو او وروسته دغازي شاه امان الله خان دفرمان له مخې، هغو کسانو چې تاريخي اثار ورسره وو، ملي موزيم ته يې وسپارل او په  ١٩٢٥ميلادي کال کې ملي موزيم په رسمي ډول  دارګ په کوټي باغچه ودانۍ کې  جوړ شو او وروسته په  ١٩٣١ ميلادي کال کې همدې ودانۍ ته چې په دارالامان کې موقعيت لري، ولېږدول شو .    ختم_  ج _ اکرم