په ننګرهارکې د ممله بڼ بيا رغاول کېږي

په ننګرهار کې د ممله تاريخي بڼ بيا رغاول کېږي.
حکومت غواړي ٨٢ ميليونه افغانۍ د غازي امان الله خان د يادګاري بڼ په بيا رغاونه کې ولګوي.
د ممله بڼ د ننګرهار په ختيځ کې يو له سترو بڼونو څخه کڼل کېږي چې په خوږياڼيو ولسوالۍ کې موقعيت لري.
د دغه بڼ موسس غازي امان الله خان دى. هغه په دغه ښکلي او سمسور بڼ د خپل لور نوم کېښود.
د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف باختر آژانس ته وويل: شنه ساحه او ښکلا د  ممله بڼ پر هر برخه خپره شوې او د هغه ترڅنګ د دغه بڼ په بيارغاونه کې د ښکلو څراغونو نصبول، يو کسيزه او دوه کسيزې څوکۍ او د ډنډونو او رستورانتونو جوړول شامل دي.
ټاکل شوې ده د لوبو د وسايلو په نصبولو سره د دغه بڼ يوه برخه د ماشومانو لپاره  ځانګړې شي.
دغه بڼ به تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
پاى \ذکرالله