د استاد کمال الدين بهزاد د سمينار د جوړولو کمېسيون ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري  په مشرۍ، نن د استاد کمال الدين بهزاد د سمينار د جوړولو لپاره د تيارى کمېسيون  ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په ناسته کې لومړى د تېرې ناستې د برېکړو او ترسره شویو فعالیتونو رپوټ، د کمېسيون غړیو وړاندې کړ.
وروسته د کمېسيون غړیو د مېلمنو د نوملړ په باب چې سمينار ته رابلل کېږي او د سمينار د مقالو د انتخاب په باب خبرې وشوې او د کمېسيون غړیو د سمينار نښان هم وټاکه.
ختم-ج -اکرم