رسنيو او اطلاعاتو ته د لاسرسى د قوانينو په باب د تخار خبريالانو ته معلومات ورکړل شول

د ټوليزو رسنيو او اطلاعاتو ته د لاسرسى د قوانينو د پوهاوي په موخه نن په تخار کې  سمينار جوړ شو.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فاروق الله عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په هغه سمينارکې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت او د خبريالانو په ګډون په دغه ولايت کې جوړ شو، ټوليزو رسنيو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسى قانون په باب معلومات ورکړل شول.
  ختم_ ج _ اکرم