حسينه ساپۍ: د هېواد هر وګړى د تاريخي آثارو په ساتنه کې مسووليت لري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په شتون کې، نن د ملي امنيت د لوى رياست استازي يو تاريخي اثر د ملي موزيم رييس ته وسپاره.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو دغه تاريخي اثر له تخار څخه ترلاسه کړى دى.
د دغه اثر د سپارلو په مراسموکې د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي وويل چې دغه تاريخي اثر يو بيضوي ډوله ډبره ده چې څه ناڅه يو متر اوږدوالى لري او ښايي  سلطنتي امسا وي او يا هم هغه وسيله چې د غلو دانو د ماتولو لپاره ورڅخه استفاده کېده.
هغه زياته کړه چې دغه اثر زياتې څېړنې ته اړتيا لري چې تاريخي لرغونتيا يې وټاکل شي او ښايي د برونزو په دورې پورې مربوط وي او څه ناڅه٥٠٠٠ کاله تاريخي لرغونتيا ولري.
حسينې ساپۍ د هېواد له امنيتي ځواکونو په تېره بيا د ملي امنيت د لوى رياست له منسوبینو څخه چې د تاريخي آثارو په بېرته ستنولو کې یې تل له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري کړې ده؛ مننه او قدرداني وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل چې د هېواد تاريخي آثار او  فرهنګي ميراثونه ستره ملي پانګه ده او د هېواد هر وګړى چې په هرمقام کې وي؛ د دغو تاريخي آثارو د ساتنې مسووليت لري.
دغه تاريخي اثر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې په شتون کې، د ملي امنيت د لوى رياست استازي په ملي موزيم کې د ساتنې لپاره د موزيم رييس ته  وسپاره.
پاى \ج \ ذ