انافي بنسټ دملي نګارستان او هنرستان له رياستونو سره همکاري کوي .

دزيات عمر لرونکو دروزنې لپاره دافغانانو ملي بنسټ  انافي د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دملي نګارستان او هنرستان له رياستونو سره په  بېلابېلو  برخو کې همکاري کوي .
  په همدې مقصد دهمکارۍ تفاهم ليکونه نن دهنرستان رييس محمد هاشم شارق او دملي نګارستان دامرې صابرې رحماني دزيات عمر لرونکو دروزنې لپاره دافغانانو دملي بنسټ له رييس عبدالبشير  خالقي سره په داسې حال کې چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري  حاضر و، لاسليک کړل.
دباختراژانس خبريال دخبرله مخې، دزيات عمر لرونکو کسانو دروزنې لپاره دافغانانو دملي بنسټ رييس ددغوتفاهم ليکونو دلاسليک کولو په  وخت کې وويل دغه بنسټ دمناسبتي نندارتونونو دجشنونو په جوړولو، دخطاطۍ ،  رسامۍ اودظرفيتونو دلوړولو په برخه کې دروزنيزو ورکشاپونو د  جوړولو له لارې داطلاعاتواوفرهننګ وزارت دملي نګارستان  او هنرستان له کارکوونکو سره همکاري کوي او ددغو  بنسټونوله کارکوونکو سره دانګليسي ژبې  او کمپيوتر دزدکړې په برخه کې ديو کال لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .
دملي نګارستان آمرې او هنرستان رييس دکارکوونکو دظرفيتونو دلوړولو ، حرفوي زده کړو او دغه راز دمناسبتي  نندارتونونو او جشنونو دجوړولو په لاره کې دغير دولتي  بنسټونوهمکاري  ددغو ادارو په بډاينه کې ارزښتناکه وبلله .
  ختم_ شکريه _ اکرم