د ځوانانوچارو معين: د فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې د ځوانانو رول ارزښتناک دی

د هېواد د فرهنګي او ملي ميراثونو د ساتنې په اړوند د ځوانانو د پوهاوي ورکولو سمينار نن په ملي موزيم کې جوړ شو.
دغه سمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ځوانانو چارو معينيت له خوا د دغه معينيت رضاکارو ځوانانو ته جوړ شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په سمينارکې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور د فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې د ځوانانو رول  ارښتناک وباله او ويې ويل: يو ملت هغه وخت ژوندى پاتې کېداى شي چې فرهنګي ميراثونه يې ژوندي پاتې شي.
د ځوانانو چارو معين د څرګندونو له مخې: د هويت بحران او د فرهنګي ميراثونو په باب نه پوهاوى يو ګواښ دى چې ځوانان ورسره مخامخ دي.
شاهپور له ځوانانو څخه وغوښتل چې دفرهنګي ميراثونو په ساتنه کې هڅې وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې: د فرهنګي ميراثونو ساتنه يوازې د دولت دنده نه ده، بايد  خلک هم پکې ونډه واخلي.
پاى \ج\ ذ