پوهاند باوري: د جام څلي د ټينګښت لپاره بايد عمليات ډېر ژر پيل شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين او د وزارت سرپرست، پوهاند محمد رسول باوري نن په کابل کې د يونسکو د فرهنګي څانګې له استازي سره په ناسته کې د جام څلي د ټينګښت په خاطر د عملياتو پر ډېر ژر پيل ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې: په غونډه کې په داسې حال کې چې د تاريخي آبداتو  د ساتنې او ترميم رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي هم حاضر و، د غور د جام څلي د څېړنې او د هغه د ټينګښت په خاطر د عملياتو د پيل په موخه افغانستان ته د يونسکو د ماهرانو او لرغونپوهانو د ډېر ژر راتګ په باب خبرې وشوې.
په ناسته کې پوهاند باوري وويل چې يونسکو د نړۍ او افغانستان په کچه يو معتبر سازمان دى او هيله کېږي دغه سازمان د تاريخي او فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د جام څلي د ټينګښت، ترميم او بيا رغاونې په موخه د مرستو جلبولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
دغه راز پوهاند باوري د يونسکو د فرهنګي برخې استازي ته په خطاب کې ټينګار وکړ چې د جام څلي د ټينګښت لپاره د عملياتو پروګرام ډېر ژر پيل شي.
د يونسکو استازي ډاډ ورکړ چې په دې لاره کې به له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
  ختم- ج - اکرم