د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي د برېښنايي حکومتوالۍ په بهيرکې شامليږي

د بايومتريک فورمو د ډکولو لارې چارې نن د مسوولينو له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ته بيان شوې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رئيس احمد ضيا انوري وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له لارښوونې سره سم، د دولت ټول کارکوونکي د شفافيت او له خيالي کارکوونکو څخه د اصلي کارکوونکو د جلا کولو په خاطر بايد د برېښنايي حکومتوالۍ په بهيرکې شامل شي.
په همدې ترتيب حشمت الله ستانکزي د فورمو د ډکولو لارې چارې کارکوونکو ته          بيان کړې.
پاى \ج\ ذ