لسو تنو خبريالانو د صندوق مرسته ترلاسه کړه

د افغانستان د خبريالانو مالي صندوق له لسو تنو هغو خبريالانوسره چې عاجلې درملنې ته يې اړتيا لرله، نغدي مرسته وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د افغانستان دخبريالانو د مالي صندق رئيس محمد آصف وردګ دغو خبريالانو ته د پيسو د ورکولو په وخت کې وويل: دغه صندوق د بې وزلو خبريالانو د ملاتړ په مقصد جوړ شوى دى.
ده زياته کړه: ټول خبريالان د خپل راتلوونکي تضمين لپاره کولاى شي د دغه صندوق غړيتوب ترلاسه کړي، ترڅو په بيړنيو حالاتوکې له انديښنې پرته د صندوق له ملاتړ څخه برخمن شي او له بلې خوا په هره مياشت کې د ۱۰۰ افغانيو په ورکولو سره د دغه صندوق ملاتړ وکړي.
د ميوند ټلويزيون خبريال شفق الله د مرسته شويو خبريالانو په استازيتوب وويل: په لومړي ګام کې له جمهور رئيس څخه مننه کوو چې په مالي مرستې سره يې د دغه صندوق ملاتړ وکړ او وروسته د صندوق له مشرتابه څخه چې په داوطلبانه ډول  د مطبوعاتو د کورنۍ په خدمت کې دي او په شفاف او له تبعيض پرته له خبريالانوسره صادقانه مرسته کوي.
بايد وويل شي چې د کليد راډيو خبريال محمد فصيح متوکل چې روان کال د غبرګولي د مياشتې په ١٢نېټه د کابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتوکې په يوه چاودنه کې        ټپي شوی و او اوس هم له رواني پلوه په ښه وضعیت کې نه دى، هم پرون ددغه صندوق مرسته ترلاسه کړه او د هغه پلار د صندوق د مشرتابه هيئت له خدمتونو         څخه مننه وکړه.
پاى \ذکرالله