د باختر آژانس رئيس د دغې ادارې مسوولينو او کارکوونکو ته معرفي شو

نجيب الله ″شينوارى″ چې د هېواد د جمهوررئيس د حکم له مخې د «باختر آژانس» د نوي رئيس په توګه ټاکل شوى دى؛ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو او رئيسانو ته وپېژندل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى د معينې پوهنيارې سيدې مژګان ″مصطفوي″ او د دغه وزارت د يو شمېر مسوولينو، رئيسانو او کارکوونکو په شتون جوړه شوې وه؛ لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رئيس احمدضياﺀ ″انوري″ د باختر آژانس د رئيس په توګه د نجيب الله ″شينواري″ د ټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس حکم ولوست.
وروسته پوهنيارې سيدې مژګان ″مصطفوي″ د باختر آژانس د نوي رئيس د ټاکل کېدو په خاطر هغه او د دغې ادارې کارکوونکو ته مبارکي وويله او د باختر آژانس د پخواني رئيس خليل ″مينوي″ او د دغه آژانس د سرپرست په توګه د سيد حبيب ″سادات″ کارونه وستايل.
دې وويل: باختر آژانس لومړنى دولتي خبري آژانس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کليدي رياستونو څخه دى او د دغې ادارې کارکوونکو او ژورناليستانو په هر راز شرايطوکې د اطلاع رسونې په لاره کې هلې ځلې کړې دي.
مصطفوي ټينګار وکړ چې له باختر آژانس څخه هيله کېږي، ترڅو په راتلوونکو بهيرونو او د اطلاع رسونې په کاري برخه کې ښه وځليږي او د باختر آژانس نوي رئيس ته يې په کاري چارو کې د برياليتوب هيله وکړه.
دغه راز د باختر آژانس رئيس نجيب الله ″شينواري″ په خپلو خبرو کې په دغه پُست کې د هغه د ټاکنې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دولت د مشرتابه له باورڅخه مننه وکړه.
ده د باختر آژانس د تاريخچې په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: باختر آژانس نه يوازې د هېواد په کچه، بلکې د سيمې په کچه هم د پخوانيو او مهمو خبري آژانسونو له جملې څخه شمېرل کېږي.
شينواري د انټرنټ او نويو رسنيو رامنځته کېدل او د رسانه يي کار په لاره کې بدلونونه، اطلاعاتو ته د چټک لاسرسی په برخه کې يو مهم ګام وباله او څرګنده يې کړه چې باختر آژانس به هلې ځلې وکړي، څو له پخوا زيات ښه وځليږي.
هغه د رسانه يي کارکوونکو د برياليتوب راز مسلکي پوهه، مسووليت منل او له مسلکي او رسانه يي کار سره مينه او علاقمندي وبلله او ژمنه يې وکړه چې  د باختر آژانس د ودې او پرمختګ په خاطر د دغه خبري آژانس د کارکوونکو په همکارۍ په صميمانه فضا کې هلې ځلې کوي.
پاى \ج\ ذ