د ارواښاد زمري شيرزاد انځورشوى اثر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړ شو

د ارواښاد زمري شيرزاد اثر چې په ١٣٥٥ کال کې انځورشوى و؛ نن د هېواد د تکړه انځورګر محب الله عطايي له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړای شو.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ، د هېواد د هنرمندانو له هنري پروګرامونو څخه ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د هنرمندانو لپاره د نندارتونونو د جوړولو زمينه برابروي.
په پاى کې محب الله عطايي د هېواد له هنرمندانو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له ملاتړ څخه مننه وکړه او د انځورګری هنر له لارې د افغاني اصيل فرهنګ په ترويج کې د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه يې وکړه.
پاى \ذکرالله