دکابل ښار ددويمې ناحيې له ځينو ساحو څخه نامنظمې او غير معياري لوحې لرې کړى شوې .

دلوحو او داعلانونو دټابلوګانو داصلاح دکميسيون له پروګرام سره سم نن دکابل ښار ددويمې ناحيې له مربوطاتو څخه نامنظمې اوغير معياري لوحې  لرې کړى شوې
دباختراژانس  دخبرله مخې، دنامنظمو اوغير معياري لوحو دڅيړنې او لرې کولو دکار په بهير کې په داسې حال کې چې دکابل ښاروالۍ مرستيال څيړنوال  محمد فاضل شريفي ، دکابل ښاروالۍ دفرهنګي خدمتونو رييس سيد مصطفي  سعيدي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت استازي محمد کبير سلطاني او دلوحو او داعلانونو دتابلوګانو داصلاح دکميسيون غړو هم شتون درلود .
دکابل ښار په دويمې ناحيې پورې اړند چې  دده افغانانو له ساحې څخه دکتنځيو ، درملتونونو ، لابراتوارونو او پلورنځيو غير معياري لوحې  لرې کړى  شوې .
دلوحو او داعلانونو دتابلوګانو داصلاح کميسيون پخوا دلوحو لرونکو ته خبرورکړى و چې خپلې لوحې دکميسيون له لارښود سره سم اصلاح او له معيار سره سم تنظيمې کړي
دلوحو او داعلانونو دټابلوګانو داصلاح کميسيون په علمي او معياري ډول او دهېواد درسمي اوبومي ژبو په ساتنې سره دلوحو او داعلانونو د تابلوګانو داصلاح په خاطر کار کوي .
  ختم_ عطاالله _اکرم