خبرتيا

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهنرستان رياست خبرتيا
ټاکل شوې ده دافغانستان دمهاجرت کتوونکى دفتر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهنرستان  رياست په همکارۍ دمهاجرت ترعنوان لاندې دانځورګرى سيالي په کابل ښارکې ترسره کړي .
هغه هنرمندان چې غواړي په دې سيالۍ کې ګډون وکړي خپل هنري اثار چې دمهاجرت دموضوع څرګندوى وي دروان کال دغويي دمياشتې له  ٢٦  نيټې څخه دغبرګولي دمياشتې تر ١٢ نيټې پورې په اسمايي واټ کې دملي نګارستان امريت ته وسپاري .
ديادونې وړ ده دهغو کسانو لپاره چې اثار يې  لومړى ، دويم او دريم مقامونه وګټي  نغدي جايزه هم په پام کې  نيول شوې ده .
ختم_ عطاالله _اکرم