د رسنيو عالي شورا غونډه وکړه

د رسنيو د عالي شورا غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې د رسنيو د عالي شورا د پاليسۍ د مسودې د طرحې په باب خبرې وشوې او له بحث وروسته پريکړه وشوه  چې په راتلوونکې غونډه کې په دې باب وروستى تصميم ونيول شي.
دغه راز په دې غونډه کې د ټوليزو رسنيو کميسيون د ١٣٩٧ کال د کړو وړو او فعالیتونو رپوټ چې د رسنيو عالي شورا ته لېږل شوى و؛ د کميسيون د منشي له خوا ولوستل شو چې د رسنيو د عالي شورا د غړو له خوا تاييد شو.
دغه راز حسينې ساپۍ د دغې شورا په غونډو کې، د رسنيو د عالي شورا د غړو په فعال ګډون ټينګار وکړ.
پاى \ج \ ذ