د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام

د ولسي جرګې د فرهنګي سلاکارې او خبريالې مينه منګل د وژل کېدو په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پيغام !
د خلکو دښمنانو يو ځل بيا د بشري او اسلامي ضد جنايت په ترسره کولو سره هغه هم د روژې په مبارکه مياشت کې، يوه ځوانه نجلۍ ووژله او د هغې په کورنۍ کې يې د روژه ماتې دسترخوان پرځاى د غم ټغر وغوړاوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د ملي شورا د ولسي جرګې د سلاکارې او خبريالې مينه منګل د وژل کېدو له امله د هغې کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او د هېواد   د فرهنګ او رسنيو کارکوونکو ته تسليت وايي.
مينه منګل په څو ټلويزيوني شبکو کې د وياندې او د پروګرامونو د مجرۍ په توګه           هم کار کړى دى او د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا د هغې وژل کېدل، د رسنيو د کارکوونکو د ژورې انديښنې سبب شوى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد له امنيتي او دفاعي بنسټونو څخه غواړي چې د دغې پېښې د عاملينو په پېژندلو او نيولو کې هلې ځلې وکړي. 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښادې کورنۍ، دوستانو او د فرهنګ او رسنيو کارکوونکو ته څرګندوي او ارواښادې ته د الله تعالی (ج) له دربارڅخه د فردوس جنت هيله کوي.
پاى \ج\ذ