د اختيارالدين تاريخي کلا ، په هرات کې د ګرځندوى ډيره ستره جاذبه

نن د هرات د اختيارالدين تاريخي کلا په يوې سترې فرهنګي ټولګې چې زياتو ارزښتناکو لرغونو او هنري آثارو ته يې ځاى ورکړى دى، بدله شوې ده.
دغه ستره ودانۍ چې د «هرات ارګ» په نامه هم ياديږي، د بېلابېلو دورو د باچاهانو او سلاطينو د واکمنۍ لرغونى تاريخ او خاطرې په ځان کې تجربه کړې دي.
د تاريخي روايتونو له مخې، د دغې لرغونې کلا بنسټ د «شميرې» په نامه يوې نجلۍ  ايښى دى، خو دغه ستره ودانۍ د تاريخ په بېلابېلو دورو کې په وار وار د وخت د واکمنانو له خوا ويجاړ او بيا ترميم شوې ده.
د فرهنګي مسوولينو د څرګندونوله مخې: د دغې تاريخي کلا لومړی اساسي مرمت د تيموريانو په دوره کې صورت وموند چې تر اوسه پورې هم آثار يې د دغې کلا په ځينو برخو کې تر سترګو کېږي.
وروستى ځل هم د هغې بنسټيزه بيا رغاونه او ترميمات په  ٢٠٠٦ ميلادي کال کې د آغاخان موسسې له لوري د يونسکو دفتر په همکارۍ صورت موندلى دى.
خو د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس آريا رووفيان وايي چې په تيرو سلو کلونو کې د اووه کاله مخکې په اندازه تر اوسه پورې د اختيارالدين کلا او د جامع  جومات په ګډون د هرات په تاريخي څلو کار نه دى شوى او مرمت شوي نه دي .
رووفيان چې هرات دهغه دتاريخي ارزښتونو په لحاظ دکوچني افغانستان په نامه بولي، څرګندوي چې دغه کار د هېواد د شلو ولايتونو په تناسب د فرهنګي او تاريخي  شتمنيو په  لحاظ وزن لري .
د دغې ادارې رئيس د اختيارالدين کلا د پارک جوړول هغه ارزښتناک کارونه چې د ورستوالي او لندبل والي دمخنيوي په موخه د هغې په داخلي ساحو کې ترسره شوي دي، د دارالفنون مرمت، د کلا په جنوبي ساحه کې د خښتو لګول، دکلا داخلي ساحو د روښنايي دسيستنم او د کلا د داخلي برخو د هوا د تهويې سيستم روښانول او د ترسره شويو پروژو ځينې نورې برخې د هغو کارونو په جمله کې دي چې په دې ودانۍ کې ترسره شوي دي.
دغه راز د دغې ادارې دتاريخي آبداتو لوى مدير زلمى صفا هم وايي ؛  ددغه تاريخي څلي د دوو فازونو د مرمت له بشپړيدو سره سره دهغه د ختيځې برخې يا د درېيم فاز د مرمت لپاره د لوړ لګښت د اړتيا يادونه وکړه  .
هغه که څه هم د بشپړترميم لپاره د دغې ودانۍ د اړتيا وړ دقيق لګښت په باب څه ونه ويل، خو دوه ميليونه ډالره يې په اټګلي ډول د کلا دبشپړ مرمت لپاره ضرورت وباله.
همدا اوس دغه ستره تاريخي ودانۍ چې د هېواد د ډيرو لرغونو قيمتي ودانيو له جملې څخه بلل کېږي او٢٥٠٠ کلنه لرغونتيا لري، د نړۍ په کچه هم شهرت لري او ګڼ شمېرملي او نړيوال ګرځندويان ځانته جلبوي، ترڅو هغه وګوري.
پاى \ ذکرالله