دتوپدرې داستوپې دلرغونې ساحې دکېندنو او بيا رغاونې کار پيل شو

دپروان ولايت دتوپدرې يا استوپې  دلرغونې ساحې دکېندنو او بيا رغاونې ددرې يمې دورې کار پيل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دې ساحه کې جوړه شوې وه دپروان  والي فضل الدين  عيار دتوپدرې دلرغونې ساحې  دکېندنو اوبيا رغاونې ددويم پړاو دکار دپيل کيدو له امله  مبارکي وويله او دهېواد دتاريخي ځايونو دبيا احيا کولو او رغاونې  په لاره کې  يې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفعاليتونواو هڅو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دتوپدرې  داستوپې  ساحه يوارزښتناکه لرغونې ساحه ده او زموږ دتمدن  او تاريخي هويت څرګندويه  ده .
ده وويل چې ددغې تاريخي ساحې  بيا احيا کول او رغانه د سيمې اهميت او ارزښت  زياتوي او دهېواد داقتصاد په وده کې ستر رول لري .
وروسته داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دفرهنګ اوهنر معين پوهاند محمد رسول باوري دتوپدرې دلرغونې ساحې ددويم پړاو په باب  څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دکېندنو دويم پړاو دلومړى او دويم پړاو په نسبت  توپير لرې په دې مانا چې دکېندنو کار داستوپې له حريم څخه وتلى دى او انګړ يې تر کېندنې لاندې نيول کېږي چې دغه پړاو درې سوه نوي زره امريکايي ډالره لګښت غواړي چې داچکوموسسې له خوا تطبيقېږي .
ده دغه راز وويل چې دکابينې په غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دوړانديز پربنسټ دهېواد په کچه  تاريخي ابداتو دبيا رغاونې لپاره هم بودجه  په پام کې نيول شوې ده .
دپروان ولايت داطلاعاتواوفرهنګ رييس  عبدالواحد هاشمي وويل چې دتوپدرې داستوپې دبيا رغاونې کار په دوو پړاونوکې تراويا سلنې پورې او دهغې دکېندنو کار تر ديرش سلنې پورې پرمختګ کړى دى .    ختم_ عطاالله_ اکرم