په خوست کې د سولې تر نامه لاندې پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه

په خوست ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د لنکن ښوونیز مرکز په نوښت د سولې تر نامه لاندې پسرلنې مشاعره په داسې حال کې جوړه شوه چې لسګونه، شاعرانو، فرهنګپالو او د ادب مینه والو پکې ګډون کړی و.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، په جوړې شوې مشاعره کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین شاه الفت مشاعرې ته په پیلیزه وینا کې له شاعرانو وغوښتل چې تل د سولې او ورورولۍ لپاره کار وکړي او د شعر په ژبه د سولې غږ پورته کړي.
د ویناوو له برخې وروسته ګڼ شمېر شاعرانو خپل او د نورو شاعرانو شعرونه واورول چې د شعر په ژبه پکې د هېواد پالنې، ورورولۍ، سولې او یوالي پیغام وړاندې شوی و.
پای/وصال