د مطبوعاتو نړيواله ورځ په بغلان کې ونمانځل شوه

د مطبوعاتو نړيواله ورځ نن په بغلان ولايت کې ونمانځل شوه  .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د مطبوعاتو نړيواله ورځ دبغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس، رسانه يي مسوولينو او خبريالانو له خوا اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کنفرانسونو په تالارکې ونمانځل شوه.
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس زکريا ناصري په خپلو خبروکې ددغې ورځې په مناسبت وينا وکړه او د خبريالانو د ستونزو د لرې کولو په خاطر يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز ده د مطبوعاتو د قانون پر عملي کولو ټينګار وکړ او د سيمه ييز حکومت له  چارواکو څخه يې وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرۍ د قانون له په پام کې نيولو سره  لازم معلومات د رسنيو د کارکوونکو په واک کې ورکړي.
پاى\ج\ذ