د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

په غزني کې د شمس العارفین د مزار د ویجاړولو په اړوند، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه
د هېواد او ولس د تاریخي ارزښتونو او دیني مقدساتو دښمنانو تېره شپه نا وخته په غزني ولایت کې د کنج سیمې ته څېرمه د شمس العارفین مزار په بمونو وران کړ.
دا دويم ځل دی چې د وطن د لرغونو میراثونو دښمنان په غزني ولایت کې د اسلامي پېر تاریخي ودانۍ په نښه کوي، تېر کال یې هم په ورته پېښه کې د سخي صاحب نظرګاه په بمونو ورانه کړې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا ‌‌‌‌‌‌ډول پېښې په ښکاره توګه په اسلامي مقدساتو او افغاني لرغونو ارزښتونو او ملي شتمنیو برید ګڼي او ورته عملونه غندي او ترڅنګ یې له امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو څخه غواړي چې له دغې ادارې سره د اسلامي مقدساتو او لرغونو دنګو دیوالونو، منارونو، ماڼیو او ټولو هغو لرغونو میراثونو په ساتنه کې مرسته وکړي چې د افغانانو تاریخي هویت د ځمکې پر مخ تثبیتوي.
دغه مزار د غزنوي دورې په یوه مشهورعالم اوعارف شمس صاحب ودان شوی و چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه  د زیارتي سیاحت ګڼ سیلانیان هم ورته راتلل او د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو میراثونو په لیست کې هم ثبت شوی دی.
پاى \ذکرالله