د سولې په برخه کې د جمهور رئيس غني روانې هڅې وستايل شوې

د افغانستان د ځوانانو چارو معين ډاکترکمال سادات، د نيويارک ښار د ملګرو ملتو په مرکزي دفترکې د ځوانانو د اقتصادي فوروم (ECOSOC Youth Forum) په غونډه کې چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ځوانانو د وزيرانو او مخکښو ځوانانو په شتون جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د دغې نړيوالې غونډې په څنډه کې یې د يوشمېر ځوانانو له وزيرانو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
په دې غونډه کې چې د سولې او د ځوانانو د اقتصادي وضعيت په اړه جوړه شوې وه؛ د ځوانانو چارو معين ډاکترکمال سادات د افغان سولې او ځوانانو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس محمد اشرف غني د واکمنۍ  پرمهال په افغانستان کې په نړيواله کچه د سولې خبرې پيل شوې دي او په دې موده کې يوازې درې ورځې اوربند هم اعلان شو چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو.
د ځوانانو چارو معين د نړۍ ځوانانو ته وويل: د افغانستان جمهوررئيس سولې ته ژمن دى او په دې اړه يې پر مخالفينو له قید او شرط پرته د سولې غږ کړى دى. دغه راز جمهور رئيس محمد اشرف غني ځوانانو ته زياته پاملرنه کوي او د سولې په برخه کې هم له ځوانانو سره سلامشورې کوي چې له امله يې ځوانان هڅول شوي او د جمهور رئيس محمد اشرف غني ملاتړي دي.
ورپسې د نړۍ د ځينو هېوادونو ځوانانو خبرې وکړې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رييس محمد اشرف غني کارونه او هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده، د افغانستان د ځوانانو چارو معينيت د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له ځوانانو سره د افغان ځوانانو غونډې جوړې کړي او دغه لړۍ لا هم روانه ده چې له  مخې يې افغان ځوانان وکولاى شي د  نړۍ د ځوانانو په کنفرانسونوکې برخه واخلي.
پاى \ ذکرالله