داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت غړو او کارکوونکو وينه ورکړه

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت غړو او کارکوونکو نن خپله يو ديرش زره او پنځه سوه سي سي وينه  دعامې روغتيا وزارت  دوينې مرکزي بانک ته ورکړه .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دوينې دورکړې په مراسمو کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دفرهنګ او هنر معين  پوهاند محمد رسول باوري په خبرو کې  دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو ميړانې ، زړورتيا او اتلوالى وستايلې او ويې ويل چې موږ دوه مکلفيتونه لرو يو دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو اړو کسانو ته  دوينې دورکړې په باب  دهېواد دجمهور رييس دفرمان تطبيق او دويم له دغو ځواکونوسره ملاتړ  چې خپل سرونه ډال ګرځوي او دهېواد  دخلکو دفاع کوي .
  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي اداري اوګرځندوى معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  هم څرګنده کړه  چې دوينې ورکړه  دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دغوره خدمتونو ډيره کمه  ستاينه ده . چې دملي نواميسو او دهېواد دپولو ، ځمکني بشپړتيا او ملي واګمنۍ  ددفاع په لاره کې  هڅه او هاند کوي .
دې زياته کړه  چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په ځانګړي توګه  دکابل په وروستي  پيښه کې دهېواد  دامنيتي او دفاعي ځواکونوهڅې چې له ځانه يې  ميړانه او زړورتيا وښودله  ځانګړي قدرداني کوي .
  دغه راز دعامې روغتيا وزارت  دوينې دمرکزي بانک رييس ډاکتر عنايت الله هاشمي داسلام دمبين دين اود روغتيايي له پلوه  دوينې دورکړې  ګټې بيان کړې او ويې ويل چې  دوينې ورکړه  داسلام دمبين دين له نظره  ثواب لري . او په روغتيايي لحاظ هغه کسان چې وينه ورکوي ډير کم په ډول ډول ناروغيو اخته کېږي .
  ده  داطلاعاتواوفرهنګ  وزارت له مشرتابه هيئت او کارکوونکو څخه مننه وکړه چې تل يې  دوينې مرکزي بانک ته  دوينې دورکړې په لاره کې  کارنده ونډه اخستې  ده .
دغه راز دوينې دمرکزي بانک رييس دوينې دمرکزي بانک له لارې دوينې دويش او لګښت  دڅرنګوالي په باب دباختر اژانس دخبريال دپوښتنې په ځواب کې وويل چې وينه دمعايناتو له ترسره کولو او دساري  ناروغيو له ميکروب څخه دخلاصون له تثبيت وروسته  د ډاکتر په لارښوونه او تصديق په وړيا ډول  داړو کسانو په واک کې ورکول کېږي .
ده وويل  چې دوينې پلورنه  په جدي توګه منع ده  او هغه کسان چې په دغه شان کار لاس پورې کوي   له هغوى سره جدي  قانوني چلند کېږي .
  ددغو مراسمو په پاى کې  دوينې دمرکزي بانک  دوينې دراټولولو دديپارتمنت مسوول  ډاکتر خالد  بابکرخيل چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دمشرتابه هيئت او کارکوونکو نن خپله يو ديرش زره او پنځه سوه سي سي وينه  دهېواد  دامنيتي او دفاعي ځواکونو دټپيانو او دنورو اړو کسانو دژوند دژغورنې په خاطر  ورکړه .
  ختم- ف –اکرم