په ننګرهار کې د سیکارام په نامه کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه

د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د (سپین غر ځوانانو) د ټولنې په نوښت، د سمون او پراختیا ټولنې، د خوږیاڼو ځوانانو سراسري شورا او د پچیراګام علمي ـ پرمختیایي شورا په ملاتړ د سیکارام په نامه دودیزه مشاعره جوړه شوه.
ځايي چارواکي وايي چې په دې مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه سلګونو ولسي شاعرانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو چې د شعر په ژبه یې د سولې پيغام ته انعکاس ورکړ.
د دغې مشاعرې جوړونکي شاکرالله اعزام، حاجي ممتاز، مسعود حقمل او هاشم امین وايي  چې، د یادې مشاعرې له جوړيدو يې موخه د شعر په ژبه د سولې پيغام ته انعکاس ورکول دي، څو په جنګ کې ښکيلې خواوې جګړه ېيز لوری بدل کړي او د سولې خبرو ته کښېني.
دوی زیاته کړه، پچير اګام ولسوالۍ، چې شاو خوا دوه کاله وړاندې د نا امنۍ کور بلل کيده، خو نن د دې ولسوالۍ ولسونه نورو ته په بېلا بېلو پلمو د سولې پيغام رسوي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، د دغې مشاعرې ګډونوالو زياتره شعرونه سولې ته ځانګړي کړي وو او د شعر په ژبه يې په جګړه کې له ښکيلو خواو څخه د سولې غوښتنه وکړه .
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د پچيراګام سربيره د ننګرهار په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم د سولې او ثبات په نامه ولسي او فرهنګي غونډې ترسره شوې دي.پای/وصال