داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته : په تيرکال کې يوولس تاريخي څلي ترميم شوي دي .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ  نن ملت ته د حکومت دحساب ورکونې په غونډه کې په تيرمالي کال کې ديوولسو تاريخي څلو دترميمولو خبرورکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې په دې غونډه کې  وويل  چې دغه وزارت په تيرمالي کال کې خپله څه دپاسه نوي سلنه پرمختيايي بودجه لګولې ده .
دحسينې ساپۍ  دڅرګندونوله مخې، په  ١٣٩٧ مالي کال کې په اتو ولايتونوکې کيندنې پيل شوي چې  ٧٠٠ تنو ته دکار زمينه برابره شوې ده .
دهنر دعالي شورا بيا احياکول ، په تقويم کې دخبريال دملي ورځې درج ، په ځانګړي تخفيف سره خصوصي پوهنتونونو ته دڅه دپاسه  ٤٠٠٠ ځوانانو ورپيژندنه او داطلاعاتو  اوفرهنګ  په وزارت کې دښځينه کارکوونکو دستونزو دحل کولو لپاره دکاري کړنلارې برابرول، په تيرمالي کال کې  ددې وزارت نورې لاس ته راوړنې .
حسينې ساپۍ زياته کړه چې په فرهنګي برخه کې په ١٣٩٧ کال کې ددې  وزارت  په لاس  ته راوړنو کې دعينکو دمسو کيندنې ، دعينکو دمسو دسلګونو منقولو اوغير منقولو اثارو پيژندنه ، دلرغونو ساحو ترميمول او په ملي موزيم کې د ١٩٨ تاريخي اثارو ثبتول دي.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې وويل چې دخپرونوپه برخه کې دتصويري  رسنيو دديجيتالي  کمولو دمقررې بشپړول  دټوليزو رسينودقانون تعديل ، دلسګونو عنوانونو کتابونو چاپ او درسنيو له  مسوولانو سره د څو غونډو جوړول ددې وزارت دتيرکال مهمې لاس ته راوړنې دي .
دې  دغه راز دګرځندوى  دپاليسي دموخو مشخص کيدل ، دګرځندوى وده او پرمختيا،دګرځندوى  دپاليسۍ دمسودې تنظيم او دګرځندوى  ددريو شاخصونو تشخيص په تيرمالي کال کې  د ګرځندوى  په برخه کې د دې  وزارت دلاس ته راوړنو له جملې څخه وبلل .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ددې وزارت د ١٣٩٨ کال پروګرامونو ته اشاره وکړه او ويې ويل  چې دروان کال په پروګرامونوکې اووه اصلي موخې او  ٢٧  فرعي موخې شاملې دي .
دساپۍ دڅرګندونوله مخې، په دغو پروګرامونوکې دتيرکال دنيمه کاره پروژو بشپړول ، له پرمختيايي  پروژو څخه مراقبت ، دکابل نندارې احيا کول ، ددريو تاريخي څلو دکار پيل ، په لسو  ساحو کې دکيندنو دوام او دنندارتونونواو د خبريالانو لپاره دروزنيزو ورکشاپونو جوړول شامل دي .
په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي اداري اوګرځندوى معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  په اوو بشري کنوانسيونونوکې ددې  وزارت غړيتوب مهمه لاس ته راوړنه وبلله او ويې ويل  چې ديوې کاري کړنلارې له مخې هڅه کېږي  چې داطلاعاتواوفرهنګ په وزارت کې دښځوونډه زياته شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري په لنډو خبرو کې وويل چې دغه وزارت په تيرکال کې دهنر په برخه کې زياتې لاس ته راوړنې لرلې چې له دې جملې څخه کولاى شو دهېواد په اتو ولايتونوکې دکيندنو دپيل يادونه وکړو .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي دفيسبوک دتړل کيدو په خاطر دخلکو دانديښنو په اړوند وويل چې دمخابراتواو معلوماتي تکنالوژۍ وزارت څه موده مخکې دهغو جعلي صفحو دتصفيې په مقصد چې دخلکو ترمنځ دتفرقې سبب کېږي له فيسبوک  شرکت څخه وغوښتل چې امکانات دافغانستان په واک کې ورکړي چې دغه صفحې وپيژندلې شي او تصفيه شي خو دفيسبوک شرکت تراوسه پورې ځواب نه دى ورکړى .
دده دڅرګندونوله مخې، موخه دفيسبوک تړل کيدل نه بلکې دهغه سازمان ورکول او سالم مديريت دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم