يوولس مورده رسانه يي شکايتونه او سرغړونې وڅيړل شوې

د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې کميسيون غونډه نن د دغه کميسيون د مرستيال محمد ضيا بوميا په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې ۱۱ مورده شکايتونه او سرغړونې چې د يو شمېر دولتي او خصوصي بنسټونو له خوا دغه کميسيون ته لېږل شوې وې؛ وڅيړل شوې.
دغه راز د کميسيون غړو د هر شکايت له څيړنې او ارزونې وروسته، د کميسيون د اصولو او کړنلارې له مخې د هر شکايت په اړوند لازمې پريکړې وکړې.
پاى \ج\ ذ