د لوګر د ځوانانو ترمنځ د مطالعې او کتاب لوستلو د فرهنګ ترويج

په لوګر ولايت کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې اوکتاب لوستلو فرهنګ د رواجولو پروګرام جوړ شو .
  د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دغه پروګرام د ځوانانو ترمنځ د مطالعې او کتاب لوستلو د فرهنګ د رواجولو په مقصد د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو د لوى مديريت له خوا د مسوولينو په ګډون د دغه ولايت په مرکز پل علم ښار کې جوړ شو.
د لوګر د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس محمد شفيق پوپل وويل چې دغه رياست د کتاب د ارزښت په باب د پوهاوي ورکولو په مقصد ارزښتناک پروګرامونه ترلاس لاندې لري او تل دمطالعې د ارزښت په باب د پوهاوي ورکولو پروګرام ترسره شوى دى.
د ځوانانو چارو معينيت د روزنيزو چارو آمر سيد هجرت الله سادات مطالعه او د کتاب لوستل، د برياليتوب او کاميابۍ کيلي وبلله او ژمنه يې وکړه چې د ورزش زده کړې او د حرفوي زده کړو په برخوکې به د لوګر ولايت ځوانانو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
په دې غونډه کې نورو ويناوالو هم دکتاب او مطالعې دارزښت په باب  خبرېوکړې .
د لوګر ولايت د عامه کتابتون مدير عبدالاحمد فيضي وايي چې په دغه کتابتون کې څه دپاسه ۱۲ زره ټوکه کتابونه شته او د مطالعې فرهنګ د زياتوالي په خاطر د کتابتون دکارکوونکو له خوا په تعليمي او تحصيلي مرکزونو ديني مدرسو او غونډو کې تبليغاتي کمپاين زيات شوى دى او هره ورځ په لسګونه تنه نجونې او هلکان د مطالعې په مقصد د مرکز او د محمدآغې او برکي برک د ولسواليو کتابتونونو ته ورځي .