حسينه ساپۍ دکوچيانو له يوشمير ځوانانو اومشرانوسره وکتل .

دکوچيانو يوشمير ځوانانو او مشرانو نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې حسينې ساپۍ سره په کتنه کې خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړې.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې اغاګل  هېوادوال دنورو په استازيتوب خبرې وکړې اودکوچي ځوانانو او خلکو ستونزې او غوښتنې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرستې سره شريکې کړې .
ده کوچي ځوانانو ته دتحصيلي ، تعليمي، دعلمي ، فرهنګي او روزنيزو پروګرامونو دفرصتونو په برابرولو کې دمسوولينو دپاملرنې غوښتنه وکړه او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې  څخه يې وغوښتل چې دکوچيانو داصيلو دودونو ساتنې ته پاملرنه وشي او درسنيو له لارې دهغو په خپرولو کې هم همکاري وشي .
  دغه راز دکوچيانو يومشر هم په خپلو خبرو کې په بېلابېلو  برخو کې دخپلو حقوقو داعاده کولو غوښتنه وکړه او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرستې  څخه يې وغوښتل چې ددوى غوښتنې دهېواد له  جمهور رييس محمد اشرف غني سره شريکې کړي .
حسينه ساپۍ  دټولنې په  بېلابېلو  برخو کې کوچيانو ته ونډه ورکول يو مهم کاروباله او ددوى دستونزو او غوښتنو دڅيړنې  په برخه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دپاملرنې  ډاډ ورکړ .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  دکوچيانو له مشرانو څخه وغوښتل چې خپل بچيانو ته دزده کړې اجازه ورکړي چې له دې لارې لوړو مقاماتو ته ورسېږي .
  ختم_ج _ اکرم