داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کارکوونکو دوړانديز ليکنې په برخه کې زده کړې وکړې .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبېلابېلو برخو ديوشمير کارکوونکو لپاره پرون دوړانديز ليکنې روزنيز پروګرام جوړ شو .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دپروګرامونو طرحه ، دداسې وړانديزونو وړاندې کول چې وکولاى شي دپروژو او دپروګرامونو دعملي کولو  فرصت براًبر کړي .  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په لومړيتوب کې ځاى لري .
په همدې  لحاظ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى معينيت اوددغه  و زارت دجندر امريت داسې پروګرام پيل کړى دى چې دمجربو کسانوله تجربو څخه په ګټې اخستنې سره کارکوونکي دې ته چمتو  کړي چې په دقيق ډول پروګرام جوړ کړي او وړانديز وړاندې کړي .
ددغه پروګرام په پيل کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى  معينې پوهنيارې سيدې مژګان  مصطفوي  خبرې وکړې او ويې ويل چې په بېلابېلوبرخوکې دظرفيت لوړول داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه دى .
مصطفوي  ددې تر څنګ چې دافغانستان دخلکو په تيره بيا دځوانانو په ژوندانه دجګړې ناوړو اغيزوته اشاره وکړه او ويې ويل چې بايد دهېواد هر وګړى دخلکو په تيره بيا دځوان نسل په وړاندې  خپل مسووليتونه او شته ستونزې  درک کړي او  دخلکو دسوکالۍ او دهېواد دپرمختګ په برخه کې هڅه او هاند وکړي
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات په بېلابېلوچارو  کې دځوانانو درول په اړوند معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ چې ځوانان په ټولو برخو کې کليدي رول لري .
دافغانستان دويژن دمشورې  ورکولو دبنسټ او دمتشبثو  ځوانانودمرکز رييس عبدالخالق  مرزايي  دوړانديز ليکنې دتګلارو په اړوند برخه والو ته معلومات ورکړل .
دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امرې محبوبې سعادت په دې پروګرام کې دهمکارو بنسټونو دوندې اخستنې  له امله مننه وکړه او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له همکارانو اوبرخه والو ځوانانو څخه يې وغوښتل چې له دغه شان  روزنيزو پروګرامونو څخه دې په کاري برخو کې زياته ګټه  واخلي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت جندر امريت دويژن شرکت او دمتشبثينو  ځوانانو دبنسټ په همکارى ددې  وزارت دکارکوونکو او ځوانانو لپاره دوړانديز ليکنې روزنيز پروګرام جوړ کړ .
  ختم_  عطاالله_اکرم