د تاریخي آثارو د ترمیم لپاره له مصر هېواد سره هوکړه لیک لاسلیک کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند محمد رسول باوري په مصر کې د تاریخي آثارو د وزارت له معین دکتور مصطفی امین سره وکتل.
له قاهرې څخه د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري له خپل مصري سیال سره د لرغونو آثارو په رغونه او همکارۍ مفصلې خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د مصر له هېواد سره د یو هوکړه لیک پر لاس کولو کار روان دى چې له مخې به یې مصري متخصصین د افغانستان د لرغونو آثارو په بیا رغونه کې همکاري وکړي.
د فرهنګ او هنر معین وویل چې اوسمهال په افغانستان کې د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو متخصصین د عینک د مسو د کان د کیندنو په برخه کې له پنځو کالو راهیسې د یوه هوکړه لیک له مخې کار کوي او اړتیا ده چې مصر هم په دې برخه کې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د مصر د تاریخي آثارو له وزير څخه وغوښتل چې دوی هم د دغو آثارو په بیا رغونه، د مسلکي کسانو په روزنه او د عینک د مسو د کان په کیندنو کې ونډه واخلي او خپلې تجربې له دوی سره شریکې کړي.
هغه په افغانستان کې د عربي ژبې د لیکدود او په مصرکې د هغه ٦٠٠ محصلينو په برخه کې هم د لرغونو آثارو له وزیر سره خبرې وکړې چې اوسمهال د دغه هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.
باوري زیاته کړه چې په راتلوونکي کې به دغه محصلين چې د مصر په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي، د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکي لا نورې غښتلې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ معین دا هم وویل چې په ۲۰۲۴ ميلادي کال کې به کابل د اسلامي فرهنګ د مرکز په نوم ونومول شي او د دغه مرکز د نومولو لپاره یې اړینه وبلله چې مصر هېواد ترې خپلې  تجربې ونه سپموي.
د مصر د لرغونو آثارو معين، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند باوري ته  په بېلابېلو برخوکې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه چې د دغه هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به مصر د افغانستان د لرغونو آثارو د بیا رغاونې لپاره افغان ځوانان وروزي.
دغه کتنه هم د مصر په قاهرې ښار کې د څلور ورځني فستیوال په ترڅ کې وشوه.
پای/وصال