د رسنيو قانون

 

د مطبوعاتو قانون

لومړى فصل :

عمومي حکمونه :

لومړۍ ماده :

دغه قانون د اساسي قانون د څلور ديرشمې مادې د حکم له مخې او د بشر د حقوقو د نړيوال ميثاق د نولسمې مادې په رعايتولو سره، د فکر او د بيان آزادۍ د حق د تامينولو او په هېواد کې د ټوليزو رسنيو د فعاليت د تنظيم په مقصد وضع شوى دى .

 دويمه ماده :

 د دې قانون موخې عبارت دي له :

١_  دفکر او د بيان آزادۍ  د حق رواجول او ملاتړ ، د ژورنالستانو د حقوقو دفاع او د هغوى د آزاد فعاليت د شرطونو تامينول .

٢_ د آزادو ، خپلواکو او پراخ بنسټو ټوليزو رسنيو رواجول او انکشاف .

 ٣_  د خبرو ، ليکنې ، رسم ، تصوير، د کسټ پرمخ دثبت، تمثيل، حرکت او د نورو علمي، ادبي، هنري او دچاپ او خپرولو دپديدو په واسطه د هېواد د اتباعو  د فکر او احساس د څرګندولو لپاره  د مناسبې زمينې برابرول .

٤_ د اسلام د مبين دين په پام کې نيولو سره د بيان د آزادۍ د اصل او په نړيوال ميثاق  کې د مسجلو ټوليزو رسنيو د اصل رعايتول .

٥_ د ټوليزو رسنيو د سالمې ودې په مقصد مرسته په داسې ډول چې  وکولاى شي په هېواد کې د ثقافت دخپرولو اغيزمنه وسيله شي، عامه رای په صادقانه او ګټوره توګه  ټولنې ته منعکسه کړي .

 درېيمه  ماده :

په دې قانون کې راتلونکي اصطلاح ګانې لاندې مفاهيم لري:

 ١_ رسانه: له لاندې وسايلو څخه په استفادې سره د معلوماتو دليږدونې وسيله  يا آله ده .

_  بصري وسايل: رسم ، عکس ، پست کارت ، پوستر .

_ سمعي او بصري وسايل:  راډيو، ټلويزيون، کيبلي شبکه ، تصويري موبايل .

 _ اطلاعاتي وسايل : اطلاعاتي او مطبوعاتي آژانسونه .

  ٢_  مطبوعات : هغه  چاپ شوي توري او شکلونه دي چې مطالب يا صورت  افاده کوي او د ورځپاڼې، جريدې، مجلې، رسالې، کتاب، موعظې،  خطابې او د وينا په ګډون  ټول ټوليز وسايل پکې شامل دي .

 ٣_  په دې قانون کې ټوليزې رسنۍ  په لاندې ډولونو ويشلې کيږي:

_  دولتي ټوليزې رسنۍ : هغه رسنۍ دي چې په دولتي ادارو پورې اړه لري او د هغوى له خوا سمبالې  او تمويليږي .

 _ ګروهي ټوليزې رسنۍ :  هغه  رسنۍ دي چې په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي  سازمانونو پورې اړه لري او د هغوى له خوا  سمبالې او تمويليږي .

٤_  ژورناليست: هغه مسلکي شخص دى چې د خبري وسايلو له لارې د معلوماتو د غوښتنې، ترلاسه کولو او خپرولو په برخه کې په فعاليت بوخت دى. 

  ٥_  مطبعه:  هغه اقتصادي، تخنيکي او حقوقي موسسه ده  چې په هغې کې ورځپاڼه ، مجله ، کتاب ، جريده، ابلاغيه ، رساله ، پوستر او پست کارت چاپ او  اعلاميږي .

٦_ طابع: هغه حقيقي يا حکمي شخص دى چې د ملکيت يا دمالک د استازيتوب له مخې، د مطبعې د چارو بالفعل  متصدي وي .

٧_  خپروونکی: هغه حقيقي او حکمي شخص دى چې د غير موقوتو آثارو د چاپ او خپرولو اجازه لري .

٨ _  د امتياز خاوند: هغه حقيقي يا حکمي اشخاص دي چې د موقوتو مطبوع وسايلوپه خپرولو او چاپ او د راډيو، ټلويزيون، کيبلي شبکې، آژانس او د مطبعې په تاسيس او جوړولو لاس پورې کوي .

٩ _ مسوول مدير: هغه شخص دى چې په بالفعل ډول د دې مادې په  ( ٨ ) جز کې په درج شويو وسايلو پورې د اړوندو چارو د ترسره کولو مسووليت پرغاړه لري .

  ١٠_ نشر: هغه عمليه ده چې د هغې په واسطه د مطبوعو وسايلو پيغام، برودکاستګ او سمعي او بصري وسايل عامه پوهاوي ته ورکول کيږي .

 ١١_  راډيو :  سمعي ټوليزه وسيله ده.

 ١٢_ ټلويزيون: سمعي او بصري ټوليزه وسيله ده .

١٣_ کيبلي شبکه: سمعي او بصري ټوليزه او د انعکاس وسيله ده چې ډول ډول   نړيوال اطلاعاتي، تعليمي، روزنيز، فرهنګي او تفريحي پروګرامونه  د سپوږمکۍ له لارې اخلي  او د مشترکينو لپاره نندارې ته وړاندې کوي .

  دويم فصل

 حقوق او وجيبې:

 څلورمه ماده :

 ١_  هر شخص د فکر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوولينو له خوا له لاس وهنې او محدوديت پرته د معلوماتو او نظريو غوښتنه، ترلاسه کول او ليږدونه په دې حق کې شامله ده او د بيان او د خپرولو د وسايلو، د معلوماتو د ويش او ترلاسه کولو آزادي هم پکې  شامليږي .

 ٢_  دولت ، دټوليزو رسنيو د آزادۍ ملاتړ او پياوړي کوي.  د دولت  او د دولتي ادارې په ګډون هيڅ  حقيقي  يا حکمي شخص  نه شي کولاى  د خبري او يامعلوماتي رسنيو فعاليت منع ، تحريم ، سانسور  او يا محدود کړي او يا په بل ډول د ټوليزو او معلوماتي رسنيو د خپرونو په چاروکې لاس وهنه وکړي  . د دې قانون په  ( ٤٢)  ماده کې د درج شوې څيړنې کميسيون  له دې حکم څخه  مستثنی دى .

 پنځمه ماده :

 هرشخص حق لري معلومات وغواړي او ترلاسه يې کړي. دولت د هېواد د اتباعو  د غوښتنې پربنسټ  هغه معلومات چې مطالبه کوي يې ، برابروي. خو دا چې غوښتل شوي معلومات له نظامي محرم څخه وي او افشا کول يې ملي ګټې او امنيت  له خطر سره مخامخ کړي .

شپږمه ماده :

 ١_  ژورناليستان د انتقادي راپورونو او نظريو د خپرولو په ګډون د خپلو مسلکي فعاليتونو  په اجرا کولو کې تر قانوني ملاتړ لاندې نيول کيږي .

 ٢_  ژورناليستان د دې حق لري چې د خپلو کاري مراجعو له افشا کولو څخه ډډه وکړي، خو دا چې  واکمنې محکمې د هغو د افشاکولو په پاب حکم کړی وي . 

 

اوومه ماده :

 ژورناليستان او د ټوليزو رسنيو نور غړي کولاى شي د خپلو صنفي ګټو د دفاع په مقصد د قانون له حکمونوسره سم  خپلواکې اتحاديې جوړې کړې .

  اتمه ماده :

 ١_  د هېواد اتباع کولاى شي د دې قانون له حکمونوسره سم په درېيمه ماده کې د درج شوېو ټوليزو رسنيو وسايل تاسيس کړي .

 ٢_ په افغانستان کې بهرني سياسي نمايندګۍ، نړيوالې موسسې او د هغوى نمايندګۍ کولاى شي د ديپلوماتيکي موازينو په رعايتولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اجازې له ترلاسه کولو وروسته دخبري بلوتن په چاپ او خپرولو لاس پورې وکړي .

  دريم فصل

مطبوع وسايل :

 نهمه ماده :

١_ دهېواد اتباع، سياسي ګوندونه، کورنی ثبت شوي سازمانونه او داخلي مهاجران کولاى شي د دې قانون له حکمونوسره سم مطبوع وسايل تاسيس کړي. د ورځپاڼې خپرول، موقوته خپرونه او نورې مطبوعې خپرونې له مخکنې اجازې پرته تاسيسدای شي  .

 ٢_  هغه خپرونې چې تيراژ يې له دوه سوه ( ٢٠٠) ګڼو څخه کم وي، ددې قانون ( له  ١٣ څخه تر  ١٨ ) پورې مادوکې د درج شويو حکمونو تابع نه دي، د اجازې د ترلاسه کولو او د پخواني ثبت غوښتنه نه کوي .

 لسمه ماده :

د مطبوع وسايلو موسس د خپلې خپرونې د ثبت په وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د لاندې معلوماتو په وړاندې کولو مکلف دى:

١_ د غوښتن ليک ورکوونکي بشپړ شهرت او د استوګنې ځاى .

٢_ د خپرونې نوم او د هغې د خپريدو ځاى .

  ٣_ هغه ژبه  چې خپرونه  په هغې خپريږي .

٤_ د خپرونې د تمويل سرچينه او د هغې د پانګې اندازه .

يوولسمه ماده :

مطبوع خپرونه د خپرونې نوم، مشخصه پته ، د چاپ د ځاى يادونه، د امتياز د خاوند نوم ،  دمسوول مدير نوم او د هغې خپريدو نېټه لري .

 دولسمه ماده :

دنسخې په اصل کې داثر دخاوند هويت او دهغه لاسليک  حتمي دى .

ديارلسمه ماده :

هره مطبوع وسيله د دې قانون له حکمونوسره سم د امتياز خاوند او مسوول مدير لري .

څلورم فصل

مطبعې

 څوارلسمه ماده :

 اتباع: د هېواد سياسي ګوندونه او دولتي ادارې کولاى شي دمطبعې په تاسيس اقدام وکړي، په دې شرط چې د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه يې  د فعاليت جواز  ترلاسه کړی وي .

 د مطبعې د تاسيس د جواز غوښتونکي مکلف دي چې د دې قانون د (  ٢٤) مادې  د حکم په پام کې نيولو سره  لاندې مطالب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندې کړي .

 ١_ بشپړ شهرت او د استوګنې ځاى .

٢_ د مطبعې نوم او د فعاليت ځاى .

٣_ هغه ژبه چې د هغې په واسطه طباعت صورت مومي .

٤_ د طباعتي ماشين آلاتو او تجهيزاتو ډولونه او اقسام .

٥_ د هغې پانګې سرچينه او اندازه چې دمطبعې په تاسيس او جوړولو کې کارول کيږي .

 پنځلسمه ماده :

 هغه متن چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا موږ ته ليږل شوى دى، پنځلسمه ماده  نه لري .

 

 

شپاړلسمه ماده :

 د مطبعې دملکيت  ليږدونه  مجاز ده.  هغه شخص چې دمطبعې ملکيت ورته  ليږدول کيږي، مکلف دى د دې قانون په ( ٢٤) ماده کې درج شوي حکمونه په جدي توګه رعايت کړي .

 

اوولسمه ماده: د امتياز د خاوند او د مسوول مدير له لرلو پرته د مطبعې د فعاليت پيل او د هغې د کار دوام جواز نه لري .

 

 اتلسمه ماده :

د هېواد اتباع، سياسي ګوندونه او هغه ټولنيز سازمانونه چې په خپله دمطبعې خاوند نه وي، د دې حق لري چې له دولتي او شخصي مطبعو سره د هغوى له مالي  او حسابي مقرراتو سره سم  استفاده وکړي .

 

 

 پنځم فصل

سمعي او بصري  وسايل

نولسمه ماده :

د هېواد اتباع ، سياسي ګوندونه، ټولنيز سازمانونه او نورې دولتي او خصوصي موسسې  کولاى شي  د دې قانون  له حکمونوسره سم  سمعي او بصري وسايل او دستګاوې  تاسيسې کړې .

 

 شلمه ماده :

 ١_ په ښه توګه د سمعي او بصري وسايلو د دستګاوو دفعاليت د تنظيم په مقصد د راډيو ټلويزيون د خپرونو ملي کميسيون چې له پنځو تنو غړو څخه متشکل دى، جوړيږي .

 ٢_ د راډيو ټلويزيون د خپرونو د ملي کميسيون رييس او غړي د جمهور رييس له خوا د دوو کلونو لپاره  ټاکل کيږي، د کميسيون د کار موده د اړتيا په وخت کې تمديداى شي .

  يوويشتمه ماده :

١_ د راډيو او ټلويزيون د خپرونو ملي کميسيون  لاندې دندې او واکونه لري:

١)) له پخوانيو وضع شويو معيارونوسره سم د راډيو او ټلويزيون دستګاوو ته  د جواز صادرول او د فريکونسي ټاکنه .

٢)) له راډيو ټلويزيون څخه د استفادې په وخت کې سياسي ګوندونو ته د مسلکي لارښودو صادرول .

 ٣)) له نشراتي متصديانو او له مدني ټولنې سره له سلامشورو وروسته، د الکترونيکي وسايلو خاوندانو ته د ضروري لارښودو صادرول .

٤))  د ټوليزو رسنيو په واسطه د دې قانون د حکمونو د رعايتولو څارنه .

 ٥))  د دولتي راډيو ګانو او ټلويزيونونو د نشراتي پاليسي ټاکنه .

 ٢_  د راډيو او ټلويزيون د خپرونو ملي کميسيون مستقل دى او د خپلو اجرااتو  په اړوند جمهور رييس ته رپوټ ورکوي .

 

 

دوه ويشتمه  ماده:

 د سمعي او بصري  ټوليزو رسنيو ( راډيو او ټلويزيون) د تاسيس غوښتوونکى مکلف دى د جواز د ترلاسه کولو لپاره، لاندې معلومات د راډيو او ټلويزيون د خپرونو ملي کميسيون ته وړاندې کړي .

  ١_  بشپړ شهرت او داستوګنې ځاى .

 ٢_  د سمعي او بصري وسيلې  نوم او د فعاليت ځاى  .

 ٣_ د سمعي او بصري وسيلې ډول .

٤_  نشراتي موخه او مرام

 ٥_ د پانګې سرچينه او اندازه

 ٦_ د ماشين آلاتو  او تجهيزاتو کميت او کيفيت .

 

درې ويشتمه ماده :

هره سمعي او بصري وسيله د دې قانون له حکمونوسره سم د امتياز خاوند او د خپرونو مسوول لري .

شپږم فصل

 د امتياز خاوند شرطونه او مکلفيتونه

 څليرويشتمه ماده :

د ټوليزو رسنيو  د امتياز خاوند د لاندې شرطونو لرونکى دى .

١_  د هېواد د تابعيت د سند لرل .

 ٢_ د اتلس کلنى عمر بشپړول .

٣_  د واکمنې محکمې له حکم سره سم  له مدني حقوقو څخه نه محروموالي.

 

پنځه ويشتمه ماده :

١_  د سمعي او بصري  وسايلو او د مطبوعو وسايلو  د امتياز خاوند مکلف دى،  خپل وسايل د دې قانون په حکمونوکې له مندرجو شرطونو سره سم  ثبت کړي

٢_  په هغه صورت کې چې خپرونه له ثبت مخکې خپره شوې وي، د امتياز خاوند يې مکلف دى د يوې اوونۍ په موده کې خپله خپرونه د دې قانون له حکمونوسره سم  ثبته کړي .

 

 شپږ ويشتمه ماده :

 که چيرې د امتياز خاوند، د جواز د ثبت يا صادرولو د رد په باب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تصميم د قانون دحکمونو پرخلاف وبولي، د مطبوعاتو د څيړنې کميسيون ته دې مراجعه وکړي، د نه قناعت په صورت کې کولاى شي  د محکمې په وړاندې دعوا اقامه کړي .

 

 اووه ويشتمه ماده :

١_ د نشراتي ادارې او د ټوليزې رسنۍ د ملکيت ليږدونه او دهغې د چاپ او خپرولو د حق ليږدونه مجازه ده. هغه شخص چې ملکيت يا حق ورته ليږدول کيږي، مکلف دى د دې قانون په ( ٢٤ )  او ( ١٨) مادوکې درج شوي حکمونه  په جدي توګه رعايت کړي .

 ٢_ د نشراتي  ادارې او د ټوليزې رسنۍ رامنځته کول او د چاپ او خپرولو حق، د امتياز په خاوند پورې اړه لري، بل شخص ته ددې حق د ليږدونې په صورت کې، د دې قانون په ( ٢٤) او ( ٢٨ ) مادو په حکمونوکې درج شوي مراتب  يوځل بيا  بشپړيږي .

 

 اته ويشتمه ماده :

مسوول مدير د دې قانون  په حکمونو کې  د درج شوي شرطونو په رعايتولو سره په عين حال کې دخپلې رسنۍ دخپرونو مسوول دى .

 

اووم فصل

د امتياز د مسوول مدير شرطونه او مکلفيتونه

نهه ويشتمه ماده :

مسوول مدير د لاندې شرطونه لرونکي دى:

١_  د هېواد د تابعيت د سند لرل .

 ٢_ د اتلس کلنى عمر بشپړول .

٣_ د ژورناليزم په څانګه کې د مسلکي زده کړو د سند يا د لږ ترلږه د درې کلنې تجربې لرل .

 ٤_  د واکمنې محکمې له حکم سره سم  له مدني حقوقو څخه نه محروموالي.

٥_ د دولتي رسمي ماموريت  نه لرل. خو دا چې خپرونه په دولت پورې اړه ولري.

 

ديرشمه ماده

 مسوول مدير مکلف دى چې د انتقاد کوونکي او انتقاد کيدونکي دحقوقو برابري  په اړونده نشراتي وسيله کې رعايت کړي .

 

اتم فصل

ممنوعه خپرونې

يو ديرشمه ماده:

په ټوليزو رسنيوکې د لاندې مطالبو خپرول جواز نه لري:

 ١_  هغه مطالب چې د اسلام د مبين دين د اصولو پرخلاف او اديانو او مذهبونو ته سپکاوي وي .

 ٢_ هغه مطالب چې اشخاصو ته د سپکاوي او افترا  سبب شي .

 

نهم فصل

جزايي حکمونه

دوه ديرشمه ماده:

 د امتياز خاوند په هغه صورت کې مسوول پيژندل کيږي چې د دې قانون  د حکمونو مخالف عمل  وکړي .

درې ديرشمه ماده

١_  هغه حقيقي يا حکمي اشخاص چې د دې قانون د حکمونو له رعايتولو پرته  د افغانستان په قلمروکې د ټوليزو رسنيو په تاسيس او جوړولو لاس پورې کړي،  په نغدي جزامحکوميږي .

٢_ که چيرې د ټوليزو رسنيو موسس او جوړونکى حقيقي شخص وي په لاندې ترتيب سره  په نغدي جزا محکوميږي :

_  ټلويزيون پنځلس زره  ( ١٥٠٠٠) افغانۍ

_ راډيو لس زره ( ١٠٠٠٠) افغانۍ

_ آژانس لس زره  ( ١٠٠٠٠) افغانۍ

 ٣_ که چيرې د ټوليزو رسنيو موسسو او جوړونکى حکمي شخص وي، په لاندې ترتيب سره  په نغدي جزا محکوميږي .

_  ټلويزيون اوولس زره  ( ١٧٠٠٠) افغانۍ

_ راډيو دولس زره ( ١٢٠٠٠)افغانۍ

_ کيبلي شبکه څلور ديرش زره ( ٣٤٠٠٠) افغانۍ

_ آژانس دولس زره  ( ١٢٠٠٠) افغانۍ

 

 

څلور ديرشمه ماده

 ١_  مسوول مدير کولاى شي د اثر د خاوند د نامه له افشا کولو څخه ډډه وکړي په دې صورت کې د اثر د خپرولو له امله رامنځته شوي مسووليت، مسوول مدير ته متوجه دى .

 ٢_  انتقادي مقالې د ليکوال په مستعار نامه په موقوتو خپرونوکې خپريداى شي، په هغه صورت کې چې دليکوال نوم او هويت مسوول مدير ته معلوم وي،  له مقالې يا اثر څخه رامنځته شوي مسووليت مسوول مدير ته متوجه کيږي.

 

 پنځه ديرشمه ماده :

 ١_  که چيرې د اثر خاوند د دې قانون  له حکمونوسره سم د مجازاتو  مستوجب  پيژندل شوی وی، د جرم د فاعل په توګه تر عدلي څارنې لاندې نيول کيږي. په دغه حالت کې مسوول مدير د جرم  د شريک په توګه  بلل کيږي .

 ٢_  که چيرې د اثر خاوند  معلوم نه وي، د اثر د خپريدو له امله  رامنځته شوي مسووليت يواځې مسوول مدير ته متوجه دى .

شپږ ديرشمه ماده

 که چيرې ليکوال په نغدي جريمې محکوم شي، مکلف دى د حکم د صادريدو له نيټې څخه د يوې مياشتې په موده کې د محکوم بها جريمه له قانون سره سم تحويل کړي .

 

لسم فصل

نهايي حکمونه

اووه ديرشمه ماده :

بهرني اتباع کولاى شي د سينما توګرافي فلمونه په هېوادکې برابر کړي، په دې شرط چې مخکې له مخکې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اجازه ترلاسه کړې وي .

 

 

 

اته ديرشمه ماده

د ټوليزو رسنيو فعاليت د هغې اساسنامې په واسطه  چې اړونده موخې، دندې، واکونه ، تشکيل او مالي چارې پکې شاملې وي، تنظيميږي .

 

 نهه ديرشمه ماده :

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مکلف دى د کورنيو او بهرنيو ټوليزو رسنيو د خپرونو  د آزاد فعاليت  د تحقق په مقصد ممکنې اسانتياوې برابرې کړي .

 

 څلويشتمه ماده :

 د هغو ټوليزو رسنيو د امتياز خاوند او مسوول مدير چې د دې قانون له انفاذ مخکې يې  په فعاليت  پيل کړی وي، مکلف دي چې د هغه له نافذيدو څخه د دوو مياشتو په موده کې د دې قانون حکمونه رعايت کړي .

 

 

  يو څلويښتمه ماده:

 د ښوونځيو او د لوړو زده کړو د موسسو د درسي او علمي، څيړنيزو او مسلکي کتابونو  چاپ او خپرول د دې قانون  د حکمونو  تابع نه دي .

 

دوه څلويښتمه ماده:

 ١_  په دې قانون کې د درج شويو سرغړونو د څيړنې په مقصد په لاندې ترکيب سره  د څيړنې کميسيون جوړيږي.

_ د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د رييس په توګه

_ د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازی د غړي په توګه

_ د ژورناليزم  د پوهنځي  دوه تنه استازي د غړو په توګه

_  د افغانستان د بشر د حقوقو دخپلواک کميسيون استازى د غړي په توګه

 _ د ژورناليستانو د اتحاديې دوه تنه استازي د غړو په توګه

٢_ د دې مادې په  ( ١) فقره کې درج شوي کميسيون د دې قانون په حکمونو کې درج شوې سرغړونې څيړي. که چيرې موضوع دعدلي څارنې غوښتنه وکړي، جريان  د څيړنې په مقصد عدلي مرجع ته ارجاع کيږي .

 

 درې څلويښتمه ماده:

 دغه قانون د توشيح له نېټې څخه نافذ دى او په رسمي جريده کې دې خپور شي او په انفاذ سره يې د مطبوعاتو هغه قانون چې د ١٣٨٠ هجري لمريز کال  د کب د مياشتې په  ١٨ نېټه د رسمي جريدې په ( ٨٠٠ ) ګڼه کې خپور شوی دى، لغوه بلل کيږي .

                           ×××××××××××××××××××××××××××××