کونړ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان او غونډه کې نورو ویناوالو د ۱۷ مې ګڼې(ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان او د ټولنې د اصلاح پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د ۱۷مې ګڼې فرمان په تطبیق سره ټولنه کې ډېرې ستونزې حل کیږي.
په غونډه کې د سیالیو لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه کمپیوټر، دوه یم مقام ګټونکي ته مبایل، درېیم مقام ګټونکي ته ساعت او پاتې نورو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ ق
