په سپین بولدک ولسوالۍ کې له لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۲:۶
..

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني، د هنر او فرهنګ آمر په ملتیا سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د سپین بولدک په عامه کتابتون کې د همدې ولسوالۍ له لیکوالانو، شاعرانو او ترنم کوونکو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې ګډونوالو د دغې ولسوالۍ د فرهنګي فعالیتونو، ادبي بهیرونو، د ادبي مرکزونو د پیاوړتیا، د ځوانانو فکري روزنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې.
وروسته د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني د اسلامي نظام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار وکړ، چې د اسلامي نظام د استحکام لپاره باید په ادبي ډګر کې هم لا زیات کار وشي. 
ښاغلي سمنګاني د سپین بولدک ولسوالۍ لپاره د یوه علمي او فرهنګي مرکز د جوړولو، د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا، ځوانانو ته د حرفوي زده کړو پروګرامونو د برابرولو او د یوې لویې مشاعرې جوړولو ژمنه هم وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د دې ولسوالۍ د عامه کتابتون او د فرهنګي او ادبي فعالیتونو د پیاوړتیا له پاره به پوره هڅې وکړي.
د ناستې په لړ کې د سپین بولدک شاعرانو، لیکوالانو او د ناستې ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو ترسره کړې علمي او فرهنګي هڅې او خدمتونه وستایل. 

۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت نورستان ولایت ته د رسمي په ترڅ  کې د دې ولایت له والي مولوي زین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ازبکستان له سفیر سره وکتل

شنبه ( ٢٦ د صفرالمظفر١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبک عثمان‌اف سره وکتل.

په دې لیدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۵۸
Background image

فاریاب کې له ګڼ شمېر فرهنګیانو او لیکوالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ له ګڼ شمېر قلموال مبارزینو، د ټولنیزو شبکو فعالانو، ځوانانو او فرهنګي څېرو سره د همغږۍ د پیاوړتیا،. . .

BACK TO NEWS