هرات کې د خپرونو چارو معین له ګڼ شمېر خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره وکتل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي هرات ولایت ته د خپل سفر په لړ کې، د دغه ولایت له ګڼ شمېر خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د رسنیزو چارو د لا ښه والي، د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدنې په موخه وکتل.
په دې غونډه کې د رسنیو استازو او د لوېدیځ زون د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو، د خبریالانو پر مسلکي اړتیاوو، د سیمه ییزو رسنیو په ملاتړ او د اطلاع رسونې د لا ښه والي پر لارو چارو خپل نظرونه او وړاندیزونه له ښاغلي معین صاحب سره شریک کړل.
ورته مهال د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د خبریالانو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، د اطلاع رسونې او ټولنې ته د پوهاوي په ورکولو کې د رسنیو رول مهم وباله او د خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو له ترسره کړیو او روانو فعالیتونو او هڅو څخه یې مننه وکړه. همدارنګه د خبریالانو د ستونزو د حل او د وړاندیزونو ته د رسېدنې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ.
۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ ق
