هرات کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه یوورځنی سیمینار ترسره شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري په هرات ولایت کې سلګونو خبریالانو، قلموالو مبارزینو، لیکوالانو او ځوانانو ته د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او هغو رسنیو ته به د فعالیت اجازه ورکړل شي، چې د ټاکل شویو اصولو مطابق فعالیت کوي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې لیکوالان، شاعران او خبریالان د هېواد د آبادۍ په برخه کې مسوولیت لري او باید د خپل قلم او فعالیتونو له لارې په دې برخه کې پوره ونډه واخلي. نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ، چې رسنۍ باید له هر ډول قومي او سمتي تعصبونو له پارولو ډډه وکړي.
ورته مهال د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار وویل: رسنۍ یوازې د معلوماتو رسولو وسیلې نه دي، بلکې کولای شي، د ټولنې د ستونزو په حل کې مرسته وکړي او د هیله بښونکو مطالبو په خپرولو سره د خلکو روحیه پیاوړې کړي.
دغه راز پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد وویل: رسنۍ یوازې د خبرونو د لېږد وسیلې نه دي، بلکې د خلکو د هویت او باورونو دلېږد وسیلې هم ګڼل کېږي او د ټولنې د وګړو ډېری باورونه د رسنیو له لارې رامنځته کېږي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو آمر او د پوهنتون یو شمېر استادانو هم وویل: خبریالان باید د مسلکي اصولو، رسنیزو اخلاقو، د معلوماتو د کره والي او بې طرفۍ په رعایتولو سره د ټولنې د عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي او د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ مطابق فعالیت وکړي.
۱۴۴۸/۵/۲۳ هـ ق
