د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو د ساحوي کمېټې د پروګرامونو راپور او د تېرې ناستې د پرېکړو د پلي کېدو څرنګوالی وڅېړه. همدارنګه، د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د غوښتونکو هغه غوښتنې چې د خپلو لوحو لپاره یې وړاندیز شوي سرلیکونه او سوداګریز نښانونه وړاندې کړي وو، وارزول شول.
همدارنګه، هغه بهرني اصطلاحات او کلمې چې د ساحوي پروګرامونو په لړ کې راټول شوي و، بیا کتنه وشوه او د کمېسیون غړو د هغو د اصلاح او پر ځای یې د مناسبو کلمو او اصطلاحاتو د کارولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ناستې په پای کې، د کمېسسون د ساحوي پروګرام د راتلونکي اوونۍ عملي کار لپاره د چهارآسیاب بازار سیمه وټاکل شوه
۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ ق
