د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون او محلي موزیم تجهیز شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۹
..

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون او محلي موزیم د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له لوري تجهیز او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم، د کتابتون او موزیم د تمویل او تجهیز په برخه کې د ټیکا دفتر له همکاریو څخه  خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغو دوو برخو تجهیزول کولی شي د مطالعې د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ، د مراجعینو او لیدونکو لپاره د تاریخي او لرغونو اثارو د لا ښې پېژندنې زمینه هم برابره کړي.
په هرات کې د ټیکا دفتر رئیس کورشاد اوزدمیر وویل: دغه بنسټ تل هڅه کړې، چې د خپلو حمایوي پروژو د پلي کولو له لارې د افغانستان له علمي او فرهنګي بنسټونو سره همکاري وکړي.
د نوموړي په وینا؛ په دې پروګرام کې د کتابتون لپاره د کتابونو نوې المارۍ، د مطالعې مېزونه او د کتابونو د ډیټابیس لپاره یو لپټاپ کمپیوټر او همدارنګه د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست محلي موزیم لپاره د تاریخي او لرغونو اثارو د ساتنې په موخه ۱۸ ځانګړې المارۍ له ځانګړو څراغونو سره، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) په مالي ملاتړ برابرې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ورته مهال، د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتابتون مراجعینو او د موزیم لیدونکو، د دغه ریاست له کتابتون او موزیم څخه د ټیکا دفتر ملاتړ اغېزمن اقدام یاد کړ، همدارنګه د کتاب‌لوستنې فرهنګ د ودې او د تاریخي او لرغونو اثارو د معرفي کولو په برخه کې یې مهم وباله. دوی له نورو ادارو څخه هم وغوښتل، چې ورته اقدامات ترسره کړي.

۱۴۴۸/۴/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۱۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي الثاني ۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په نورګرام ولسوالۍ کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه، چې لسګونو تنو پکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۳:۴۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شهیدانو یو شمېر آثار وسپارل شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو ساتنې موزیم ته د جهادي مشر ملا خدای نظر حاجي قهرمان د ډلګۍ له لوري د شهیدو شویو مجاهدینو ۱۱ عدده انفجاري او یو شمېر نور شخصي. . .

BACK TO NEWS