بغلان کې سلګونو ځوانانو ته د فکري ودې په موخه روزنیز سیمینار پیل شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۴۷
..

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې په همکارۍ د فکري ودې په موخه ۱۵۰ تنو ځوانانو ته دوه نیم میاشتنی روزنیز سیمینار پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه سیمینار د ځوانانو د علمي او فکري ودې په موخه په اوونۍ کې څلور ورځې، هره ورځ د یوه ساعت لپاره وړاندې کیږي.
ښاغلي هاشمي د دغه سیمینار د جوړېدو موخه د ځوانانو فکري وده، د د علمي ظرفیت لوړول او د پردیو افکارو د پېژندلو او پر وړاندې یې دمبارزې پیاوړې کول یاد کړل.
ښاغلي هاشمي د ځوانانو پر افکارو د تېر شل کلن اشغال دورې د منفي اغېزو په اړه د یادولو ترڅنګ له ګډونوالو څخه وغوښتل؛ چې له یاد ښوونیز فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي، خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سم برابر کړي او له منکراتو څخه په پوره توګه ډډه وکړي.
دغه راز، د بغلان د علماوو شورا رئیس، د جهادي مدرسې مسؤلینو او د پوهنې ریاست استازو هم د ښوونې او روزنې، فکري زده‌ کړو او د ځوانانو د فکري اصلاح د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د ځوانانو د سالمې فکري ودې او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې یې د دا ډول پروګرامونوپر رول ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۱۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي الثاني ۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په نورګرام ولسوالۍ کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې د فکري روزنې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه، چې لسګونو تنو پکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۳:۴۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شهیدانو یو شمېر آثار وسپارل شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو ساتنې موزیم ته د جهادي مشر ملا خدای نظر حاجي قهرمان د ډلګۍ له لوري د شهیدو شویو مجاهدینو ۱۱ عدده انفجاري او یو شمېر نور شخصي. . .

BACK TO NEWS