هرات کې د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
Wed, Nov 25 2026 3:24 PM
..

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د زعفرانو ګل لومړنۍ مشاعره دغه ریاست د رئیس مولوي عتیق الله عزیزي، د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب مینه‌والو په شتون کې ترسره کړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي وویل: ا.ا.ا د شعر او شاعرۍ مخالف نه دی او شاعران کولای شي، د ټاکل شویو قوانینو او اصولو په پام کې نېولو سره خپلو ادبي او فرهنګي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په پام کې لري، چې په راتلونکو کلونو کې هم دغه پروګرام په لا ډېر شانداره او پراخه بڼه ترسره کړي او د هرات د شاعرانو او ادیبانو د وړتیاوو د ودې او پیاوړتیا لپاره لا ښه زمینه برابره کړي.
ښاغلي عزیزي همدارنګه له شاعرانو څخه وغوښتل، چې په خپلو شعرونو کې د اسلامي نظام پیاوړتیا، د تاریخي آبداتو او فرهنګي ارزښتونو پېژندنې او ساتنې ته پاملرنه وکړي.
ورته مهال، د پوهنتون یوه تن استاد عبدالناصر امیني وویل: شعر او شاعري د بشري ټولنو په منځ کې ځانګړی تاریخي ارزښت لري او شاعرانو تل د خپلو شعرونو له لارې د ټولنې ځانګړنې، اتلولۍ، دودونه او عنعنات انځور کړي دي.
دغه راز، د هرات ادبي ټولنې رئیس زیاته کړه، چې افغانستان تر دې وړاندې د نشه‌يي توکو د تولیدوونکي هېواد په نوم پېژندل کېده، خو د ا.ا.ا د مسؤلینو د هڅو په پایله کې اوس د زعفرانو د صادرونکي هېواد په نوم پېژندل کېږي.

۱۴۴۸/۰۶/۱۴ هـ.ق