د عامه کتابتونونو ریاست او د روسیې دولتي کتابتون مسؤلینو ترمنځ لومړنۍ ٍانلاین غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۲۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د روسیې دولتي کتابتون د ډیجیټل مسؤل ښاغلي دینیس ارېنداروک او د یاد کتابتون د بهرنیو چارو مسؤلې آغلې ایرینا کایشون سره آنلاین غونډه وکړه، چې په دې غونډه کې په روسیه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي آتشې ښاغلي فضل الهادي حمزه او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي هم ګډون کړی و.
له دې غونډې جوړولو څخه موخه د دواړو هېوادونو د کتابتونونو د مسؤلینو پېژندنه، د کتابتونونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو پیاوړي کول، همدارنګه د روسیې دولتي کتابتون کې د افغان څیړونکو، زده کړیالانو او ځوانانو ته د مجازي مطالعې خونې(VRR RSL) د رامنځته کولو په اړه خبرې کول وو.
په پیل کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د کتابتونونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د روسیې هېواد د همکارۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه اړیکې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي همکاریو د پراختیا لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړي.
دغه راز د روسیې دولتي کتابتون مسؤلینو هم د دوو اړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه او ویې ویل: چې د مجازي خونې په پرانیستلو سره به افغان څیړونکي، زده کړیالان او ځوانان د روسیې دولتي کتابتون او له دغه کتابتون سره د نورو همکارو کتابتونونو شاوخوا۶ میلیونو کتابتوني سرچینو ته لارس رسی پیدا کړي.
د غونډې په لړ کې دواړو لورو د خپلو کتابتونونو د جوړښت، تاریخي مخینې، فعالیتونو، بېلابېلو برخو او موجودو اثارو په اړه معلومات وړاندې کړل او دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د روسیې دولتي کتابتون کې افغان څیړونکو، زده کړیالانو او ځوانانو ته د مجازي خونې(VRR RSL) پرانیسته به ډېر ژر وکړي.
په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د ډیجیټلي کتابتونونو او معلوماتي سرچینو په برخو کې د تجربو شریکولو او د کتابتونونو د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو او په دوامداره توګه د ورته غونډو په جوړولو ټینکار وشو.

۱۴۴۸/۰۶/۱۳ هـ.ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۸:۵۰
Background image

دیجیتال‌سازی اسناد فزیکی رسانه‌ها افتتاح شد

ریاست نظارت بر رسانه‌های همگانی معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ روند دیجیتال‌سازی اسناد فزیکی رسانه‌های صوتی، تصویری و چاپی را به‌منظور حفظ و نگهداری اسناد رسانه‌‌های کشور و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

برگزاری نخستین مشاعره گل زعفران در هرات

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هرات نخستین مشاعره گل زعفران را با حضور رییس اطلاعات و فرهنگ هرات، برخی از مسوولان ادارات امارتی، شماری از شاعران، ادیبان، فرهنگیان و علاقمندان شعر و ادب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۵
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها راه‌اندازی گردید

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بادغیس و کمیته مصوونیت خبرنگاران نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها جهت بهبود دسترسی به اطلاعات و هماهنگی بهتر راه‌اندازی کرد.
حبیب‌الله فوزی. . .

BACK TO NEWS