غور کې خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې ښوونیز پروګرام پیل شو
د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ګډې همکارۍ د هېواد په لوېدیځ زون کې، د دغه ولایت د ۲۰ تنو خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې ښوونیز پروګرام پیل کړ، چې په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د لوېدیځ زون مسؤل شمېل احمد مشعل او د رسنیو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له ترسره کړیو هڅو مننه وکړه او ویې ویل: رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو پل دی؛ له همدې امله اړینه ده، چې د رسنیو د کارکوونکو ظرفیت لوړونې لپاره لا ډېرې هڅې وشي.
ښاغلي زعیم په وینا؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل هڅه کړې، چې رسنۍ له لا زیات ملاتړ او پاملرنې څخه برخمنې شي؛ خو لا هم اړتیا ده، چې د رسنیو ملاتړې ادارې د رسنیو د اصولو او پالیسیو په چوکاټ کې د خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکړي او د دوی لپاره لا ډېر روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
دغه راز د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د لوېدیځ زون مسؤل په غور ولایت کې د پر وخت اطلاع رسونې او د رسنیو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت هڅې د ستاینې وړ وبللې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د نظام ترڅنګ به د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه هم د رسنیو د قانون او د اسلامي نظام د پالیسۍ په رڼا کې د رسنیو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ورته مهال د غور ولایت د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هڅې وستایلې او په دغه ولایت کې یې د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ ق
