جوزجان کې زندانیانو ته د (بدلون او سمون پیل) تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۰:۱۰
..

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې او د دغه ولایت د زندان مدیریت په همکارۍ، زندانیانو ته د (بدلون او سمون پیل) تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار ترسره شو.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف ‌الدین معتصم زندان د افکارو او عقایدو د اصلاح لپاره یو فرصت وباله او ویې ویل: په تېرو پنځو کلونو کې د ا.ا.ا مسؤلینو د زندانیانو د فکري او عقیدوي اصلاح په موخه ګڼ شمېر سیمینارونه ترسره کړي دي. نوموړي د زندانیانو لپاره د مطالعې او دیني علومو د زده‌ کړې د فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې وکړې او دوی یې کتاب لوستلو، پنځه وخته لمونځونو ته پابندۍ او د تهجد لمانځه ادا کولو ته وهڅول.
د جوزجان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رئیس شیخ عبیدالله حقاني وویل: د ا.ا.ا زندانیانو ته ځانګړې پاملرنه لري او په زندانونو کې یې د دوی د روزنې او اصلاح په موخه استادان ګومارلي دي. نوموړي له زندانیانو وغوښتل، چې د بند په موده کې له شته ښوونیزو او اصلاحي فرصتونو څخه ګټه واخلي. ښاغلي حقاني په فردي او کورني ژوند کې د مشرتابه (حفظه ‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان پر پلي کولو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۵۹
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۱۲ جمادی‌الثانی ۱۴۴۸)، به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب این معینیت در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

ده‌ها قلم آثار جهادی به ریاست اطلاعات و فرهنگ غزنی تسلیم داده شد

ملا عبدالله خوریی نماینده گروپ جهادی مولوی احمد طه فاروقی ۴۴ قلم آثار جهادی که شامل مخابره و تجهیزات و مهمات نظامی می‌باشد، به موزیم جهادی ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی سپرد.
ملا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۵۲
Background image

فراغت ده‌ها تن جوان از مرکز توانمندسازی جوانان در کابل

دوشنبه مورخ(۱۲ جمادی‌الثانی ۱۴۴۸)، ۵۰ تن از جوانان از مرکز توانمندسازی جوانان، ریاست امور جوانانِ وزارت اطلاعات و فرهنگ به همکاری مالی موسسه (UNFPA) و تطبیق کننده موسسه (WCC) از برنامه. . .

BACK TO NEWS