د سیرت النبي (ﷺ) په اړه د تقریري سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د جامع دارالعلوم ابن عباس (رضي الله عنه) مدرسه کې د سیرت النبي (ﷺ) په اړه د سلګونو طالبالعلمانو ترمنځ تقریري سیالي ترسره شوه او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې له یادې سیالۍ څخه موخه د رسول الله (ﷺ) د مبارک سیرت، اخلاقو او ژوند په اړه د طالبالعلمانو د پوهې زیاتول، د دوی د وینا او فکري وړتیاوو وده او د اسلامي ارزښتونو د لا ښه پېژندنې زمینه برابرول وو.
د یادې سیالۍ ګډونوالو دا ډول فکري او فرهنګي پروګرامونه د ځوان نسل د علمي او فکري وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن وبلل او د ورته نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتونکي شول.
۱۴۴۸/۴/۲۵ هـ ق
