د فرهنګ او هنر معین د آغاخان فرهنګي موسسې د برنامو له مسوول سره وکتل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۵
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د آغاخان فرهنګي موسسې د برنامو له مسوول امان‌الله صاحب‌زاده سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې، د فرهنګي میراثونو د خوندي ساتنې او د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي امان‌الله صاحب‌زاده د کابل بالاحصار، منار جام او ماشین‌خانې کې د ترسره شویو فعالیتونو او د چارو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د منار جام د وضعیت د ارزونې په موخه تراوسه د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له لوري دوه تخنیکي ارزونې ترسره شوې او د دغه منار د ساتنې او استحکام چارې دوام لري.
شیخ عبدالرحمن طیبي د آغاخان فرهنګي بنسټ له فعالیتونو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د هېواد تاریخي اثار او فرهنګي میراثونه د افغانستان د تاریخ او ملي هویت مهمه برخه جوړوي او ساتنه یې ګډې همکارۍ او دوامدارې پاملرنې ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د تاریخي آبداتو ترمیم او بیارغونه باید د مسلکي معیارونو له مخې او د تاریخي اصالت په ساتلو سره ترسره شي.
نوموړي همداراز د عامه پوهاوي د پروګرامونو او د زده‌کوونکو او زده کړیالانو له لوري د بالاحصار او نورو تاریخي سیمو د فرهنګي لیدنو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: دغه ډول پروګرامونه کولای شي، چې د هېواد د تاریخ او فرهنګي میراثونو په اړه د ځوان نسل د پوهاوي او لېوالتیا په زیاتولو کې اغېزمن تمام شي.

۱۴۴۸/۴/۲۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

برگزاری نخستین نشست آنلاین ریاست کتاب‌خانه‌های عامه با مسوولان کتاب‌خانه دولتی روسیه 

دکتور رفیع الله صمیم رییس کتاب‌خانه‌های عامهٔ معینیت فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست آنلاین را با آقای دینیس ارینداروک مسوول دیجیتال کتاب‌خانه دولتی روسیه و خانم ایرینا کایشون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

برگزاری نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات 

نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار گردید.
در آغاز نشست، منشی کمیسیون گزارش فعالیت‌های ساحوی این کمیسیون را شریک نمود.
در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۰
Background image

معین فرهنگ و هنر در رأس یک هیأت به ولایت بامیان سفر کرد

محترم شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت رسمی به ولایت بامیان سفر نموده و در سیمینار آگاهی‌دهی پیرامون فرمان شماره (۱۷) زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی. . .

BACK TO NEWS