بغلان کې د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د چاپ خونو له مسؤلینو سره د مروجو بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای د ملي ژبو د کارونې او همدارنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د معیاري ډیزاین او چاپ په موخه د همغږې ناسته وکړه.
په غونډه کې ټینګار وشو، چې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د ډیزاین او چاپ پر مهال د هرې لوحې پر مخ د اړوندې ناحیې او ګذر نوم په څرګند او معیاري ډول ولیکل شي، ترڅو ښاري نظم پیاوړی او د پتو پېژندنه اسانه شي.
دغه راز د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: هر ملت خپله ژبه، فرهنګ او دودونه لري او د دغو ارزښتونو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای باید د ملي ژبو بدیلو کلیمو څخه کار واخیستل شي او باید د چاپي آثارو په چمتو کولو کې د معیاري، روانو او کره ملي ژبو کلیمو کارونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د غونډې په پای کې د چاپ خونو د مسؤلینو وړاندیزونه هم واورېدل شول او ټینګار وشو، چې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د چمتو کولو په برخه کې دې د ملي ژبو معیارونه، د ښاروالۍ سپارښتنې او اړوند اصول په جدي توګه مراعات شي.
۱۴۴۸/۲/۱۰ هـ ق
